د فراه والي: د بالابلوک خلک دې یا خپل کورونه پریږدي او یا به یې د ناټو ځواکونه له طالبانو سره یوځای له منځه یوسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)

دفراه والي عبدالبصیر سالنګي تیره ورځ د دې ولایت د بالابلوک د قومي مخورو او مشرانو سره په یوه غونډه کې ویلي چې د ناټو ځواکونو سره په ګډه یې د طالبانو پر ضد یې لوی عملیات پلان کړي.
نوموړي د بالابلوک خلکو ته ویلي؛ چې په لنډراتلونکي کې به د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پراخ تصفیوي عملیات پیل او دیادې ولسوالۍ ټولې سیمې به د دولتي ځواکونو تر پوښښ لاندې راولي.
نوموړي د سیمې له خلکو غوښتي چې د سختو بمباریو او توپچي بریدونو له امله باید خپل کورونه سر له اوس څخه پریږدي.
د بالابلوک قومي مخورو والي او پرسونل ته یې وړاندیز کړی چې اوس یې د غنمو او نورو حاصلاتو د ټولولو وخت دی، نو باید څه موده وروسته دا عملیات پر لاره واچول شي، خو والي دا خبره نه مني او زیاتوي چې یا دې ملکیان خپل کورونه پریږدي او یا به د طالبانو سره یوځای په نښه شي.

عبدالبصیر سالنګي همداراز د سیمې خلکو ته ویلي؛ چې که د عملیاتو پیل نه غواړي، طالبان دې له خپلو سیمو څخه وباسي.
سالنګي ویلي؛ دا عملیات د ناټو ځواکونو په رهبري او ملاتړ په لوړه کچه مخته وړل کیږي او غواړي په دې سیمه کې وسلوال مخالفین په یومخیزه توګه وځپي.
والي د دولسوالۍ خلکو ته داسې مهال دا ګواښ کړی چې څو ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر ټرمپ هم خپلو ځواکونو ته حکم کړی و، چې پر طالبانو دې د برید پر مهال د ولسي افغانانو پروا نه کوي.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم دولتي ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ پر یوه غونډه بمباري کړې وه چې تر سلو ډیر ولسي کسان پکې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان شو، چې لوی اکثریت یې ماشومان وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button