دفاع وزارت: په مختلفو سیمو کې مو۴۵ طالبان وژلي، طالبان یې له پروپاګند ډکه ادعا بولي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)
د ملي دفاع وزارت وایي؛ چې په څو ولایتونو کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي ؛ ۱۳ وسلوال طالبان یې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې وژلي او د مرستیال والي په ګډون یې ۶ تنه د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.
رادمنش همداراز ادعا کړې چې ۶ تنه یې د هلمند په نادعلي، ۶ وسلوال د پکتیا په زرمت ولسوالۍ، ۴تنه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۴ تنه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ او ۳ تنه یې د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې وژلي دي.
رادمنش وایي چې په دې عملیاتو کې یې ۳۷ تنه وسلوال ټپیان او ۲۵ تنه نور ژوندي نیولي دي.
رادمنش وایی؛ د کمانډو ځواکونو په ځینو ولایاتو کې ۶۹ عملیات ترسره کړي او ۱۵ عملیات اوس هم په ۱۰ ولایاتو کې روان دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پورته خبر له حقیقت څخه لرې بولي او زیاتوي ، “دا ادعا د کابل ادارې د دفاع وزارت د ترتیب شوي پروپاګند برخه ده چې هره ورځ يې خپروي. “
مجاهد ویلي په یادو سیمو کې یې نه کوم مسئول وژل شوی او نه هم دومره تلفات اوښتي
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له رسنیو څخه د ملاتړ ادارې “نۍ“ ویلي ؛حکومت خبریالانو ته حقایق نه وایي او یواځې سانسور شوي خبرونه وړاندې کوي



