مژده: طالبان سولې او جنګ دواړو ته پوره تیاری لري او حکومت د سولې پرځای جنګ ته امادګي نیسي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي؛ طالبان یو لاس ډله ده چې د حقاني شبکې او نورو ډلو نومونه پکې ټول تپل شوي شایعات دي او له مشره تر کشره یوه واحده قومانده لري.
نوموړي ویلي؛ طالبان پراخ ولسي حمایت له ځانه سره لري ځکه مخ پر وړاندې هم روان دي او که دا ملاتړ نه وي طالبان هیڅ پرمختګ نه شي کولی او د ولس له حمایت پرته یوه چریکي ډله دومره لوی مقاومت نه شي کولی.
مژده د تسنیم خبري اژانس ته ویلي؛ په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو دوهمه درجه مشر ملابرادر اخوند خپل امیر ملامحمدعمرمجاهد ته یو لیک واستاو چې ګواکې د امریکایانو د ماتې څرک یې لګولی که د خبرو اجازه ورکړل شي.
نوموړی زیاتوي؛ برادر اخوند تر دې وروسته ونیول شو او د طالبانو او امریکایانو تر منځ د بې باورۍ فضا لا پراخه شوه.
تر هغه وروسته طالبانو ته په آلمان کې د قطر د دفتر د پرانیستلو ژمنه ورکړل شوه چې اوس هم فعال دی.
نوموړی وایي، ملا هبةالله اخوندزاده د طالبانو تر منځ د وحدت سنبول ده او دا ډله هیڅکله خپلمنځي تفرقه نه مني او په خبره یې چې د اخوندزاده او حقاني اړیکې له هغو اړیکو ډیرې قوي دي چې اشرف غني یې له خپلو نږدې همکارانو سره لري.
مژده وایی؛ طالبانو ته په ځلونو د هغو سیمو د ورسپارلو وړاندیز شوی چې دوی پکې فعال دي خو طالبان وایي چې هیڅ د تجزیې پلان نه مني.
نوموړي د محلي اردو د جوړولو په تړاو ویلي چې دا د جنګ د خصوصي کولو هڅه ده او ښایي د سیمو تر تصفیې وروسته دا ملیشې د بلکواټر په څیر خصوصي امنیتي کمپنیو ته ور وسپارل شي.
مژده د داعش د ملاتړ په اړوند د ګډحکومت د چارواکو سکوت هم د اندیښنې بللی او زیاتوي چې دا چوپتیا ښایي د پردې ترشا کوم جوړجاړی ولري.
مژده همداراز ویلي؛ چې طالبان له دې کبله د امریکایانو سره په مخامخ علني مذاکراتو ټینګار کوي چې د راتلونکي لپاره ځینې اتهامات دفعه او د ممکنه اختلافاتو مخه ونیسي.
وحید مژده د حکمتیار په تړاو ویلي؛ چې نوموړی اوس د یو سیاسي رهبر په څیر نه، بلکه د یو عادي مشر په توګه مطرح دی نو له همدې کبله د نوموړي راتګ د سولې پر پروسې هیڅ اثر ونه کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button