د کورنیو چارو وزارت ۲۰قوماندانان او لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)

د کورنیو چارو وزارت وایي؛ چې د وظیفوي غفلت له امله په مختلفو ولایتونو کې د پولیسو ۲۰ قوماندانان او لوړپوړي چارواکي له دندو څخه لرې کوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي؛د کورنیو چارو د وزارت رهبري د شفافیت هوډ کړی چې  دا کسان د فساد، وظیفوي غفلت او نورو مختلفو لاملونو له کبله له دندو څخه لرې کړي.
نوموړی وایي؛ دا اصلاحات د ریاستونو په کچه رامنځته شوي چې په وینا یې هر درۍ میاشتې وروسته تطبیقیږي.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت هم ټولو پخوانیو جنرالانو ته د تقاعد موده لنډه کړې او تر اوسه یې لسګونه جنرالان تقاعد ته اړ کړي.
د کابل ښاریان دا ښه ګام بولي خو په دې شرط چې په نویو کسانو کې شایسته سالاري او ښه کاري وړتیا موجوده وي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت شاوخوا میاشت وړاندې د کابل د مختلفو حوزو لپاره نوي آمران هم وټاکل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button