بدخشان: د پوليسو له لوري د مصرف کړې برېښنا لګښت نه ورکولو له کبله تاجکستان برېښنا بنده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، چې د امنيتي ادارو او پوليسو له لوري د مصرف کړې برېښنا لګښت نه ورکولو له کبله تاجکستان بر دغې ولسوالۍ برېښنا بنده کړې ډه.
د اشکاشم د پراختيايي شورا مشر جوهر بیک وايي، د دغې ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ، د پوله ساتو ځواکونو کنډک او کميسارۍ د تاجکستان وارداتي برېښنا مصرف کړې خو لګښت يې نه دی ورکړی چې له کبله يې په ټولې ولسوالۍ برېښنا بنده شوې ده.
دغه راز د بدخشان د برېښنا رييس سلطان محمد عطايي هم دغه ستونزه مني وايي د برېښنا لګښت د تحويلولو لپاره مکتوب ورولېږي بېرته ځواب نه ورکول کېږي.
نوموړی وايي، سرحدي ځواکونه زون پورې مربوط دي، دوی هڅه کوي چې د مرکز له لارې د دغې پيسو د ورکړې زمينه مساعده کړي.
په ورته وخت کې د بدخشان د امنيې قوماندان عبدالخالق اقسای وايي، چې د پوليسو د برېښنا مصرف يې ورکړی او د دفاع وزارت پورې اړوند د سرحدي پوليسو د مصرف کړې برېښنا لګښت پاتې دی.
له تېرو څلورو کلونو راهيسې د بدخشان سرحدي ولسواليو ته تاجکستان برېښنا ورکړې خو دا لومړی ځل دی چې د امنيتي ادارو له لوري د مصرف کړې برېښنا د لګښت د نه ورکړې له کبله پر يوې ولسوالۍ برېښنا بندوي.



