د میدان وردګو ولسونه د ملي اردو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۱)

د میدان وردګ ولایت ولسونه وایي؛ چې د ملي اردو ځواکونه یې په مختلفو پلمو ځوروي او ناوړه چلند ورسره کوي.

دوی وایي؛ که طالبان د ملي اردو پر پوستو اوټانګونو بریدونه وکړي، هغوی یې غچ د دوی له سپینږیرو او ماشومانو اخلي او په وهلو ډبولو یې صرفه نه کوي.

دوی وایي؛ د سالارو په سیمه کې د میشتو خلکو په کورونو کې پوستې جوړې شوې ،هغوی بې بدیله له کورونو شړل شوي او د سرپناه په لټه سرګردانه ګرځي.

پژواک خبري اژانس ته د مطیع الله په نامه د سیمې یو اوسیدونکي ویلي؛څه موده وړاندې د ملي اردو د ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
تر چادونې وروسته یادوځواکونو پر باغونو او پټيو ډزې پيل کړې او د دې پروا يې نه کوله چې په باغونو او پټيو کې به ملکي خلکو ته زيان ورسېږي.
نوموړی وایي ملي اردو تر ډزو “وروسته د کلي خوا ته ورغلل، هر څوک يې چې ليدل په قونداغونو، لغتو او سوکانو يې وهل، آن ماشومان يې هم ووهل، سپين ږيري به يې له کوره را ايستل، کښنځلې او ډول ډول سپکې سپورې به يې ورته ویلې .”

د دې ولایت د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک هم مني چې د ملي اردو ځواکونو له عامو ولسونو سره بد چلند پیل کړی خو زیاتوي چې دا موضوع یې د ملي ارد له عمومي قوماندان سره شریکه کړې او هغه ورته ژمنه ورکړې چې د دې ځواکونو له خوا له خلکو سره د ناوړه چلند مخه به نیسي.
د دې ولایت د والي ویاند بیا د ملي اردو له خوا د خلکو له ځورولو څخه بې خبري ښیي او زیاتوي چې هېڅوک د عامو خلکو د ځورولو حق نه لري او که چېرې داسې کومه ستونزه رامنځته شوې وي عاملينو ته به یې سزا ورکړي.
دسیمې خلک وایي چې دملي اردو ځواکونو ګواښلي چې که ولايتي او نورو چارواکو ته يې شکايت وکړ ؛سخته سزا به ورکړي.
دوی وایي چې له طالبانو سره هیڅ اړیکې نه لري او په خبره یې چې د اردو دا ډول کړنې د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.
د یادونې وړ ده چې د وردګو د سالارو سیمه کې ملي اردو د ولسي خلکو د کورونو د نیولو سربیره ځای پرځای پراخې پوستې جوړې کړې چې له ټولو سره سره بیا هم د وسلوالو مخالفینو له بریدونو په امن نه دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button