ننګرهار کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۲) د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په سراچه علي خان سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، تېره شپه څلورو ورونو د خپل تره (سلام) پر کور بريد کړی په ترڅ کې يې خپله سلام، مېرمن يې او څلور زامن يې وژلي دي.

د پژواک د معلوماتو پر اساس، دغه شپږ تنه د خپلو تره زامنو له لوري وژل شوي دي.

ويل کېږي، پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله له کبله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم يو تن د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د عبدالحق مېنه کې خپله مور، پلار او مېرمن په ډزو وژلي و.

تر اوسه د دواړو پېښو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button