(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۲) د هندوستان او پاکستان د سياسي اختلافاتو له کبله د کرکټ اسيايي شورا غړو پريکړه کړې چې د ۲۰۱۸م کال اسيا کپ سيالۍ دوبۍ کې ترسره شي.
تر دې مخکې دغې شورا ويلي و چې د اسياکپ سيالۍ به په هندوستان هېواد کې کېږي خو پاکستاني لوبغاړو د دواړو هېوادونو د سياسي اختلافاتو له کبله هغه هېواد ته له ورتګ ډډه کړې.
د اس پي ان ويپاڼې د راپور پر اساس، د کرکټ اسيايي شورا غړو او د کرکټ نړيوالې شورا پریکړه کړې چې د روان کال اسيا کپ سيالۍ چې د سپتمبر له ۱۳ تر ۲۸ نیټې کېږي په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د اسياکپ په پنځوس اوريزه سياليو کې د افغانستان په شمول هند، سريلانکا، بنګله دېش، پاکستان ګډون لري او يوه بله لوبډله چې د دويمې درجې د هېوادونو له لوبډلو هانکانګ، نيپال، عمان او يا متحده عربي اماراتو څخه به ټاکل کېږي هم برخه واخلي.
د تېر کال اسياکپ سيالۍ د شلو اورونو وې چې په پايلوبه کې يې هند بنګله دېش ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه خو ويل کې چې سږني اسياجام سيالۍ به د پنځوسو اورونو وي.
ټاکل شوې وه چې دغه سيالۍ په هند کې وشي، خو هندوستان څه موده مخکې وويل که پاکستان په دغې سياليو کې ګډون کوي دوی يې کوربه توب نه کوي.


















