الجزائر: د پوځي الوتکې د لویدو په پیښه کې تر سلو ډیر کسان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)

راپورونه وایي چې د الجزائر په البلیده ښار کې یوې پوځي الوتکې سقوط کړی او لسګونه سپرلۍ یې وژل شوي .
د الجزائر هیواد د “النهار“ خبري شبکه وایي؛ په الوتکه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ناست و، چې له ۱۰۰ ډیر وژل شوي او نور ټپیان دي.
یاده الوتکه د ایلویشن یا کمک رسولو لپاره کارول کیده چې نن د “بوفاریک” له پوځي هوایي ډګر څخه پورته او په لنډ وخت کې بیرته د ځمکې مخ ته را ولویده.
تر اوسه معلومه نه ده چې یادې الوتکې ولې سقوط کړی خو مرستندویه ډلې سیمې ته رسیدلې او هڅه کوي د الوتکې اور مړ او وژل شوي او ټپي کسان ترې را وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button