جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کندوز پر هاشمیه مدرسې برید څه په ډاګه کړل؟!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
266
ځلې شریک شوی
178
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شاهد (غزنیوال)

سره له دې چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه دینې مدرسې باندې  د برید له تر سره کیدو اوس تر اونۍ زیات وخت تیر شوی خو بیاهم یاد برید  د هیواد په ورځنیو خبري موضوعاتو کې یوه تر ټولو ګرمه موضوع او د  پیښو د سیاسي محللینو لخوا د هغې ناویلي ابعاد او اړخونه را سپړل کیږي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یاد هوايي برید چې تر ۱۷۰ تنه زیات ولسی وګړي چې اکثریت یې د دیني علوم فارغین او د قران کریم حافظان وو ورکي ووژل شول د شته قرائنو او کره شواهدو له مخې د بهرنیو الوتکو لخوا تر سره او ګډ حکومت یې له امریکايي ځواکونو څخه د دفاع په خاطر د هغه  مسؤلیت په خپله غاړه واخیست او د توجیه لپاره يي د ګډ حکومت دفاع وزارت یو لړ داسې اسناد له رسنیو سره شریک کړل چې د امریکایي استکشافي الوتکو لخوا د په نښه شوې مدرسې له فضا څخه اخیستل شوي او بیا افغان لوري ته سپارل شوي وو.

یاد برید سربیره پر دې چې په داخلي او نړیواله کچه یې د دیني عالمانو، مذهبي ټولنو، حقوقي سازمانونو پوځي ، سیاسي او علمي شخصیتونو او شمیر هیوادونو لخوا په ترټولو سختو تورو وغندل شو د هیواد د معتبرو علماوو او نړیوالو مذهبي ټولنو لخوا پر دیني مقدساتو تیری او د اسلام ضد یو جنایت هم وبلل شو.

خو د امریکایانو په لاس جوړ شوي ګډ حکومت یوه لوري ( د عبدالله) ډلې له دې ټول جنایت سره هغه د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه وباله  او له شخص عبدالله نیولې د هغه تر ویاندویانو پوري ټولو تر وروستي بریده ور څخه بي شرمانه  دفاع وکړه.

خو سیمې ته د دولت لخوا د ټاکلي پلاوي تر نتائجواعلانولو وروسته دا حقیقت واضح شو چې د امریکایانو لخوا د برید اصلي هدف د هاشمیه په نوم دیني مدرسه وه ، ځکه یې قربانیان هم ټول ولسي وګړي او اکثریت د قرآن کریم تنکي حافظان وو چې وروسته خپله د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم پر دې حقیقت اعتراف وکړ او د برید د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغی..

دا وحشیانه برید چې د امریکايي اشغال په تیر ۱۷کلن بهیر کې یې په وحشت او بربریت کې ساری نه لیدل کیږي سره له دې چې ځوریدلیو کندوزیانو او په مجموع کې ټولو افغانانو ته ډیر ځوروونکی وو د هغه ترڅنګ یې د اشغال او اشغالګرو په اړه یو لړ داسې واقعیتونه را بنډ کړل چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې هم اشغالګرو او هم د هغوي دا خلي ملاتړو له افغان مسلمان ولس څخه د هغوي د پټ ساتلو کوښښ کاوه او کوي یې.

غواړو په مختصر ډول هغه واقعیتونه په لاندې ټکیو کې خلاصه کړو:

الف: یاد برید په کندوز کې پر یوه تر ټولو مشهوره دیني مدرسه تر سره شو چې له هغې څخه فارغیدونکي فاضلان ( د دیني علومو او قران کریم د حفظ فارغان) یواځې د کندوز ولایت نه ؛ بلکې د ټول شمالي زون د اړونده ولایتونو لپاره فارغان وو او امریکايي یرغلګرو غوښتل ټول شمالي زون د دغو دیني فارغینو له راتلونکو دیني فعالیتونو څخه محروم کړي.

ب: د هاشمیه مدرسې له لوري په قبلي ترتیب شویو اشتهاراتي اعلان کې په ښکاره لیدل کیږي چې یادې غونډې ته یواځې د کندوز دیني عالمان نه ؛ بلکې د شمال زون له هر ولایت نه تر ټولو مشهور علماء ، استاذان و د قران کریم مجودین قاریان را بلل شوي وو ، د یادو علماوو او حافظانو په نښه کولو سره امریکایانو غوښتل چې ټول شمال زون او د هغه مجاهد ولس د دغو دیني علماوو له دیني فعالیت څخه په یوه ځل محروم او هغوي ټول همدلته شهیدان کړي ، ځکه یې د هغوی هغه علمي غونډه چې مخکي تر مخکي یې دولتي چارواکو ته په اړه خبر هم ورکړل شوی و د هوايي وحشیانه برید هدف وګرځوله او تر نیم ساعت پوري یې په مسلسل ډول د دې غونډې ګډونکوونکي عالمان او د قرآن کریم تنکي حافظان تر بمبار لاندې ونیول.

ج: په فراه کې پر یوې دینې مدرسې تر بمبار سمدستي وروسته د دشت ارچي پر هاشمیه مدرسې برید دا واضحه کړه چې یاد بریدونه اصلا د دیني مدارسو د دیني فعالیت د مخنیوي او له منځه وړلو په غرض په پلان شوي ډول تر سره شول.

په پلان شوي ډول ځکه وو چې تر برید وروسته د کندوز امنیه قومندان واحیدي رسنیو ته وویل چې دوی پر مدرسې تر برید څو ورځې وړاندې د هغه لپاره تیاری نیولی و او همدا راز د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې په صریحو تورو کې وویل چې مونږ ځکه دا مدرسې په نښه کوو چې هغوی زمونږ لپاره سر خوږی دی چې باید له منځه یوړل شي.

د: د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ له پیله تر اوسه چې امریکایانو په مسلسل ډول افغان کلیوالې سیمې تر بمبار لاندې ونیولې په پوځي لحاظ یې د مقاومت پر لیکو هیڅ اغیز ونه کړ، ځکه طالبانو خپل جنګي تکتیک ورته بدل کړ او تر ډیره يي خپل وسله وال جنګیالي د امریکایانو له بمباره خوندي وساتل ، امریکایانو د دې واقعیت په درک کولو سره چې د هغوي خلاف مقاومت کې د مقاومت اصلي روح همدا دیني مدرسې تشکیلوي او همدا مدرسې دي چې هغوی ته دیني او فکري انګیزه ورکوي نو باید د مقاومت تر پوځي مراکزو وړاندې همدا دیني مدرسې په نښه شي.

د دیني مدارسو د په نښه کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا د د رجب میاشت ده؛ ځکه په همدې مهال په ټول افغانستان کې د دیني مدارسو د تعلیمي نصاب له مخې د فراغت او دستار بندیو له امله لویې، لویې جلسې جوړیږي چې تر بل هر مناسبت زیات همدلته ډیر علماء او ډیر د دیني مدارسو دیني زده کوونکي را ټولیږي چې د هغوی په نښه کول او بمبارول د ډیرو زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې لامل کیږي.

هـ : امریکایانو غوښتل چې د هاشمیه مدرسې په نښه کولو سره په افغانانو کې دا رُعب او ترس خپور کړي چې نور هیڅ څوک نه خپل زوي دیني زده کړو ته ورکړي او نه هم تر دې وروسته څوک له دیني مدارسو سره مرسته او تعلق وساتي.

خو هغوی له دې ناخبره دي چې دیني مدارس او د هغوي دیني زده کوونکي افغان ولس ته د خپل دین او عقیدي د ښوونکو او روزونکو حیثیت لري ، پر هغوي هرډول برید مستقیما پر اسلامي شعائرو برید ګڼي او د دفاع لپاره يي په سر او مال قربانی ته حاضریږي.

همدا وجه ده چې مونږ وینو د کندوز پر هاشمیه مدرسې له خونړي برید وروسته د ټول هیواد په کچه له دیني مدارسو او د هغوی له زده کوونکو سره د ولس خواخوږي زیاته شوې د هغوي په دفاع کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې اعتراضي لاریونونه تر سره شوي تر دې چې د ګډ حکومت ډیری رسمي غړیو ، پارلماني وکیلانو او نورو دولتي چارواکو دا برید د یوه جنګي جنایت په توګه پر اسلامي شعائرو د کافرو امریکایانو تر ټولو یو وحشیانه برید بللی.

و: د کندوز پر هاشمیه مدرسې تر سره شوي برید دا ثابته کړه چې امریکایان افغانستان ته د خپلو کفري اسلام دښمنه اهدافو د عملي کولو لپاره راغلي او هرڅوک چې د دوی د دغو کفري اهدافو په مخ کې خنډ واقع کیږي هغه که دیني علماء وي ، که دیني مدارس او یا هم د قرآن کریم تنکي او معصوم حافظان، هغه د دوئ لخوا په نښه کیږي او له منځه وړل کیږي.

ز: د کندوز پر هاشمیه مدرسې امریکايي برید دا خبره ټول افغان مسلمان ولس ته ثابته کړه چې د ګډ حکومت چارواکي د خپل دین ، خپلې عقیدې او خپل هیواد تر مصالحو امریکايي مصالحو او معتقداتو ته ډیر ژمن او د هغوي اصلي مدافعین دي ، ځکه افغان ولس د دې واقعیت شاهد دی چې کله هم په امریکا او یا کوم بل کفري هیواد کې پر کوم نایټ کلب شراب ، خاني او یاهم فحشاء ځای باندې برید وشي نو د ګډ حکومت غبرګ چارواکي په جلا جلا ډول له امریکايي چاراکو او ملت سره د خواخوږي ښودلو په غرض هغوی ته د غم شریکي پیغامونه ورلیږي ، خپل ځان د وژل شویو شرابیانو ، مفعولینو او زانیانو په وژنه غم جن ګڼي او پر هغوی تر سره شوی برید په کلکلو الفاظو غندي، خو پر هاشمیه دیني مدرسې باندې د امریکایانو د برید په مهال چې ټول قربانیان یې مسلمان افغانان او د قرآن کریم او دیني زده کړو زده کوونکي وو او ټول افغان ولس ورباندې ویرجن و د ګډ حکومت امریکا پلوه چارواکو د دې برید د غندلو په ځای هغه تقدیر او د خپل حکومت یوه لاسته راوړڼه وباله او د دې په ځای چې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي هلته په مظلومیت شهیدان شوي معصوم حافظان یې تروریستان وبلل او په دې سره یې د قربانیانو د کورنیو ویر او درد نورهم دوچند او په زخمونو یې ورته مالګه ورته وشیندله.

خلاصه: د دشتې ارچي پر هاشمیه مدرسې امریکايي برید چې ګډ حکومت یې د امریکايي دستور له مخې مسؤلیت پر غاړه واخیست تولې نړۍ ته په خاص ډول افغان مسلمان ولس ته د امریکايي اشغال او د هغوي د بي مروته مزدورانو کفري غلامانه څیره ښه بر بنډه کړه.

دې برید دا وښودله چې په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوي د مزدور کفري نظام اصلي موخه د افغان ولس دیني معتقدات او مقدسات دي او د هغوی د په نښه کولو لپاره نه د اخلاقي مقرراتو پروا لري او نه هم د جګړې د نړیوالو منل شویو قوانینو.

همدا راز دې برید دا خبره بربنډه کړه چې په افغانستان کې د امریکایانو په لاس نصب شوي او تحمیل شوي مزدوران یواځې د امریکايي مصالحو مدافعین دي ، نه د خپل ولس خیر غوښتونکي مسؤلین.

د کندوز پر هاشمیه مدرسې دې وحشیانه برید د سولې په نوم د ګوډاګي حکومت د هغو تیرایستونکو کاذبو هلو ځلو واقعیت هم افغان ولس او ټولې نړۍ ته څرګند کړ چې دوی څرنګه د سولې د دروغجنو شعارونو تر نامه لاندې د بیدفاع افغانانو ویني بهوي او د جګړې د لا تیزولو په خاطر د هغوي دیني مدارس او اسلامي شعائر تر بریدونو لاندې نیسي.

د کندوز پر هاشمیه مدرسې وحشیانه برید نه یواځې د افغان مسلمان ولس په زړه کې د وحدت او یووالي مُزي ټینګ کړل ؛ بلکې د ټول عالم اسلام د مسلمانانو ترمنځ یې د مواسات او غم شریکي روحیه را ژوندۍ کړه ځکه تر اوسه هم د امریکایانو په لاس تر سره شوي جنایت دومره په لوړه او شامله توګه چې له مغرب ادنی نیولې تر فلسطین ، شام ، چیچین او د اسلامي نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري لاریونونه باندې وشي او د عالم اسلام د علماوو لخوا دي تقبیح شي نه دی تقبیح شوی.

دې برید د امریکايي اشغالګرو او د هغوي د بي مروته مزدورانو په خلاف د افغان مجاهد ولس مقاومت ته نورهم مشروعیت ورکړ او دا یې ثابته کړه چې د هغوی په خلاف د افغانانو راوان مقاومت له خپلو مقدساتو څخه د دفاع مشروع او مقدس جهادي مقاومت دی چې د الله په نصرت به حتما د کامیابي پړوا ته رسیږی .

ان شاء الله

و ماذالک علی الله بعزیز.

مخکینې مطلب

الجزائر: د پوځي الوتکې د لویدو په پیښه کې تر سلو ډیر کسان وژل شوي

بل مطلب

ټرمپ روسیې ته: د امریکا غوره، نویو او ځیرکو توغندیو ته چمتو شئ

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com