(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یو شمیر خبرونه خپاره شول چې د کامبریج انالیتیکا په نوم د ډاټا یا معلوماتو یوه شرکت د فیسبوک د ۸۷ میلیونه کاروونکو معلومات د ولسمشر ټرمپ د کمپاین د ستراتیژي په جوړولو کې استعمال کړې .
فسبوک وویل د ۸۷ ملیونو کارونکو معلومات یو سیاسي مشورتي شرکت اخستي.
د فسبوک مشر تیره ورځ د امریکا سناجرګې ته غوښتل شوی و او د دې کړنې د جزیاتو په باب ترې پوښتنې وشوې.
۳۳کلن مارک زوکمبرګ وویل؛ زه د فسبوک مخترع یم او دلته چې څه هم تیریږي نوموړی یې مسؤل دی.
نوموړي وویل؛ له فسبوک سره ټول تړلي آپلیکشنونه به له سر څخه ارزوي او په دې اړوند د اوسمهال لپاره د سنا مجلس د پوښتنو ځواب نه لري.
له تیرو څو اونیو را په دې خوا دا شبکه تر سختو نیوکو لاندې ده ده او د امریکا د ftc او عمومي څارنوالي په ګډون د ۳۷ آیالتونو استازي دا قضیه څیړي.
زوکمبرګ د سنا مجلس په استجوابیه غونډه کې چې ۴ ساعته یې دوام وکړ له ټولو هغو کسانو چې معلومات یې غلا شوي بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې په دې آپلیکشن کې به پریکنده تغیرات راولي خو دا چې کله به دا تغیرات راځي نوموړي وویل “ښایي وخت ونیسي“
فیسبوک د جوړېدو راپدیخوا هیڅکله د دومره جدي پوښتنو سره نه وه مخامخ شوی او د رئیس په شمول د شرکت اداري او تخنیکي څانګې یې خلکو ته د قناعت ورکولو هڅه کوي.


















