جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ټرمپ روسیې ته: د امریکا غوره، نویو او ځیرکو توغندیو ته چمتو شئ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 11, 2018
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
366
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې د هغه ګواښ په ځواب کې چې وايي د سوریې پر خاوره د امریکا توغول شوي توغندي به راوغورځوي له روسیې غوښتي چې د امریکا توغندیو ته دې ځان تیار کړي.

ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې لیکلي دي: ”روسیې ویلي چې د سوریې پر خاوره هر توغول شوی توغندی به راوغورځوي. روسیې چمتو شه، ځکه دوی [توغندي] راروان دي، غوره، نوي او ’ځیرک!‘ تاسې باید له یوه په ګاز وژونکي حیوان سره چې خپل خلک وژني او له وژلو یې خوند اخلي شریکان نه شئ.“

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د لبنان لپاره د روسیې سفیر، الکساندر زاسیپکین د سه شنبې په شپه، له المنار لوېزون سره په خبرو کې وویل، ”که امریکایان برید وکړي… میزایل به یې د روسیې له لوري راوغورځول شي او هغه سیمې به هم په نښه شي له کومو چې میزایل راتوغول شوي دي.“

امریکا وروسته له هغه د پوځي ځواب په اړه غور او خبرې کوي چې تېره اوونۍ، د سوریې د ختیځې غوطې په دوما ښار کې د یوه شکمن کېمیایي برید له امله نږدې ۷۰ ولسي وګړي ووژل شول. امریکا د سوریې حکومت د یاد کېمیايي برید مسؤل بولي، خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد په برید کې د خپل حکومت لاس لرل رد کړي او وايي چې دا هر څه د دوی د وسله والو مخالفینو له لوري یوه جوړه شوې صحنه وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوریې د وروستي کېمیايي برید او د خپل ځواب په اړه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون، د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني او د بریتانیې له لومړۍ وزیرې تیریزا مې سره هم خبرې کړې دي. تر دې دمه معلومه نه ده چې د امریکا په پوځي ځواب کې به یې نور متحدین هم برخه ورسره واخلي او که نه.
د بشارالاسد متحدې روسیې له امریکا غوښتي چې پوځي ګام پورته نه کړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، واسیلي نبنزیا، د سې شنبې په ورځ وویل: ”یو ځل بیا له تاسو غواړم له هغو پلانونو ډډه وکړئ چې اوس یې تیاروئ“.

بل خوا، د روسیې فدراسیون د شورا د دفاعي کمېټې لومړي مرستیال، یوګني سربرنیکوف، نن چهارشنبه سپوټنیک اژانس ته ویلي، که د سوریې پر خاوره د امریکا په برید کې روسي پوځیان په نښه شي، روسیه به سمدستي ځواب ورکړي.

یو کال وړاندې هم د سوریې د ادلب په خان شیخون سیمه کې د همداسې یوه کېمیايي برید په ځواب کې د ډونلډ ټرمپ په امر د سوریې پر الشعیرات هوايي ډګر ۵۰ ټوماهاک توغندي وتوغول شول. د خان شیخون په کېمیايي برید کې ۸۰ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور پکې ټپیان شول. د سوریې حکومت په یاد برید کې هم خپل لاس لرل رد کړي و.

لوی ټکي: امریکاډونلډ ټرمپروسیهسوریه
مخکینې مطلب

د کندوز پر هاشمیه مدرسې برید څه په ډاګه کړل؟!

بل مطلب

پغمان کې د ۱۵۰ ميلیون ډالرو په ارزښت څلوېښت فابریکې جوړې شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com