د سوریې په اړوند د امریکا د ملي امنیت ناسته بې نتیجې پای ته ورسیده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۴)

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د سوریې په اړوند یې د هیواد د ملي امنیت د مشرانو ناسته له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې.
که څه هم ټرمپ د سوریې په تړاو ویلي و، چې په محدودو ساعتونو کې به خپله پریکړه اعلانوي، خو په سپینه ماڼۍ کې راټوکیدلو جنجالونو دا نیټه تر ورځو وغځوله.
امریکایي رسنیو خبر ورکړی ؛ چې پر سوریه باندې د امریکا د نظامي تیري موضوع دوه اړخه درلودل ، د امریکايی ولسمشر د ملي امنیت نوی مشاور او پخواني سخت دریځي چارواکي جان بولټن د نظامي برید پلوي کوله او غوښتل یې چې باید دا برید ژر تر ژره وشي.
خو د امریکا د ګډ ځواکونو عمومي قوماندان او د دفاع وزیر جیمز مټیس بل طرف و او د دې برید په اړه یې منفي نظر درلود.
دوی دواړو د سوریې له برید څخه د راتلونکې احتمالي خونړۍ جګړې ویره درلوده او ویل یې چې دومره لویه جګړه د ځواکونو په له منځه وړلو نه ارزي او باید هیڅ پوځي اقدام ونه شي.
ټاکل شوې ده د امریکا د ملي امنیت شورا یوځل بیا سره کیني او پر سوریه د برید کولو قاطعه پریکړه وکړي.
روسیې خبر داری ورکړی چې هر ډول تیري ته به ځواب ووایي او چمتو دي د امریکا ټول توغندي په هوا کې له منځه یوسي.
بریتانیې د ټرمپ د پریکړې ننګه کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
خو ترکیې ویلي چې پر سوریه برید به ناوړه عواقب ولري او یواځې د بشارالاسد لرې کول یې د ټولو ستونزو حل بللی.
اردوغان ویلي، بشارالاسد له روسیې امتیازات اخلي امریکا ته جاسوسي کوي او په خپل هیواد کې وحشت خپروي نو باید هغه را وپرزول شي.

امریکا وروسته تر هغه پر سوریه د برید پریکړه وکړه چې د دې هیواد پوځیانو د دوما په ښار کې پر ولسي خلکو کیمیاوي وسلې وکارولې ، امریکا ویلي، لا هم د دې وسلو د څرنګوالي په اړه څیړنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button