(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری)
د امریکا د سي آی اې مشر چې اوس د ټرمپ له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شوی ،تیره ورځ د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې وویل؛ په افغانستان کې د جګړو د تمدید پلوي دی او غواړي چې روانه جګړه لا ګړندۍ کړي.
له پمپیو وپوښتل شول چې آیا په افغانستان کې د دایمي حضور غوښتونکی دی او که غواړي خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي؟ نوموړي وویل؛ تر څو چې په دې هیواد کې هغه خطر چې نړیواله ټولنه او په تیره بیا امریکا ترې ویره احساسوي له منځه نه وي تللی د دې هیواد پریښودل نه دي په کار.
نوموړي وویل؛ د افغانستان څخه د امریکا راوتل تر هغه مهال شوني نه دي ترڅو چې وسلوالې ډلې په ګونډو شوې نه وي .
نوموړی داسې مهال داڅرګندونې کوي چې د افغان جګړې په اړه د لویدیځ د سیاسي شنونکو اندیښنې ورځ تر بلې زیاتیږي او په امریکایي مطبوعاتو کې ورځ تر بلې پر دې ټینګار کوي چې ناټو ځواکونه باید په افغانستان کې خپلې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
دوی وایي؛ امریکا له یوې ډلې سره نه بلکه له یوه لوی ملت سره په جګړه بوخته ده نو له همدې کبله دګډوځواکونو په هر برید کې د ملکي تلفاتو شمیر له اټکل څخه خورا لوړ وي.


















