کندهار: په معروف ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو کاروان تر برید لاندې راغلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۴)

د کندهار چارواکي وایي چې د دې ولایت د معروف ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دولتي ځواکونو یو لوی کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی.
چارواکي د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله مني خو د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.
سیمیزې سرچینې وایي؛ د دولتي ځواکونو پوځي قطار د سمچک او بایک سیمو کې د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلی چې ګڼو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي؛ په برید کې یې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې چې د ۲۱ تنو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

احمدي ویلي؛ په دې بریدونو کې ۲ رینجر، ۱میل دهشکه ۱میل هاوان او ۱۰۰۰۰ مختلف النوع مرمۍ یې نیولې او د دولتي ځواکونو ګڼ شمیر وسایط یې ویجاړ او له منځه وړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button