هرات: د طالبانو نفوذي کس د قومندان په ګډون درې اربکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو يوه نفوذي کس پر سنګوري اربکيانو وسله وال بريد کړی چې په ترڅ کې د رازمحمد په نوم يو قومندان او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دغه بريد تاييدوي وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط د پيره سرخ په سيمه کې د دوی يو تن نفوذي د سنګوري اربکيانو په پوسته کې پر هغوی بريد کړی.
نوموړی وايي، چې بریدګر له دوی سره يوځای شوی او د اربکيانو شپږ ميله سپکې او درنې وسلې يې هم له ځان سره دوی ته وروړي دي.



