(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د برېښنا شرکت مسئولین وايي، تېره شپه وسله والو په بغلان ولايت کې له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا مزي پرې کړي او پر کابل يې برېښنا بنده کړې ده.
د بغلان امنيتي چارواکي وايي، طالبانو په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه په بمونو الوزولې ده او لینونه يې پرې شوي دي.
برېښنا شرکت وايي، سيمې ته يې د بريښنا د بيارغونې ډله استولې او ژر به بېرته ورغول شي.
څو اوونۍ مخکې هم په بغلان کې د طالبانو له لوري د برېښنا مزي پرې شوي و او په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي و چې تر هغو پورې په کوندوز او بغلان کې د دوی تر واک لاندې سيمو کې د برېښنا ستونزه حل شوې نه وي او د منظور شويو پروژو چارې نه وي پيل شوي پر کابل به وار برېښنا بنده وي.


















