سرليکنه
په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره امريکا او د امريکا په لاس جوړ شوی افغان حکومت يواځې په کنفرانسونو کې وايي چې سوله زموږ هدف دى. خو افغان ولس بيا په رښتينې توګه سوله غواړي، ځکه چې له څلورو ليسزو راهيسې همدا ولس دى چې د جګړو په اور کې سوزي.
د پاکستان لپاره د برتانیې د عالي کمشنرۍ له استازي، توماس ډريو، سره په ارګ کې اشرف غني د خپلو خبرو په دوران کې ويلي چې سوله د افغان ولس غوښتنه ده.
اشرف غني دا وينا رښتيا کړې. پر اشرف غني ډېر شکونه شته، خو د اشرف غني په دي وينا کې هيڅ شک نشته چې ”سوله د افغان ولس غوښتنه ده.“
په هېواد کې د ټولو ستونزو مور حکومت دى، چې په ظاهره په کنفرانسونو يا د نورو هېوادنو له استازو سره په خبرو کې يو څه ويل کېږي او حقيقت بل څه دى. د اشرف غني خبرې هم همداسې دي، کوي يو څه – وايي بل څه.
همدا خبره یې غوره ثبوت دى چې ”سوله د افغان ولس غوښته ده“. اما، همدا اشرف غني دى چې د افغان ولس د سولې غوښتنه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.
په افغانستان کې چې د امريکا او يا پخپله د افغان حکومت لخوا د څه پر خلاف مبارزه اعلان شوې، امريکا او حکومت دواړه پکې لاس لري. په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو حضور او د يو شمېر هېوادونو لاسوهنې دي چې امن یې له منځه وړى دى. خو امريکا او پخپله افغان حکومت بيا ولس ته هغه څه وايي او پر خلاف یې مبارزه اعلان کړې چې پخپله به ډېر په مهارت پکې ککړ وي.
په افغانستان کې امن امريکايي پوځ او د افغان حکومت لخوا جوړو ځايي پوليسو، اربکيانو او نامسئولو وسله والو خراب کړی دى. آن تر دې چې په شمال کې لویې لارې د ځايي پوليسو، اربکيانو او نامسئولو وسله والو لخوا شاړې شوې دي.
د اشرف غني حکومت که له يوې خوا ولس له سولې بې برخې کړى، تر څنګ یې له تعليمه هم بې برخې کړی دی؛ له ښوونځيو یې پوځي مرکزونه جوړ کړي او د هېواد راتلونکی نسل له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې دى.
د پکتيا په شمول په يو شمېر ولاياتو کې حکومت د نوم ليکنې مرکزونه په ښوونځيو کې جوړ کړل، او د زده کړې بهير د نوم ليکنې په بهير بدل شو.
ولس سوله غواړي، خو حکومت له سولې محروم کړی دى.















