جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د افغانستان ټاکنې، راتلونکې هیلې او خنډونه

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اپریل 19, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
139
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

راپور تاژ: فرید افغان

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳۰)

څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني له خوا د ټاکنو د ثبت نام بهیر رسماً پرانیستل شو.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی وایي،حکومت د ټاکنو د ځنډولو پلان درلوده او غوښتل یې چې په دې توګه د جمهوري ریاست ټاکنې هم وروستۍ کړي، خو د سیاسي اپوزیسیونونو د قوي فشار له کبله یې پر کار پیل وکړ.
تقریباً یوه اونۍ کیږي چې دا بهیر پیل شوی خو د خلکو کمرنګه ګډون د حکومت په کچه جدي اندیښنې راپارولې او راتلونکو ټولټاکنو ته د خلکو خوشبیني تر اټکل زیاته ټیټه ده.
په ټاکنیزو کمیسیونونو بې اعتمادي او تیرو ټاکنو ترخې تجربې ته په کتو سره چې د ګډحکومت په نوم یو معجون پکې رامنځته شو؛ډیری افغانان خوښ نه دي چې په دې پروسه کې ونډه واخلي.
طالبانو هم دا پروسه جعلي پروګرام بللی او له ملت څخه یې غوښتي چې په داسې ټولټاکنو کې چې برخلیک یې بهرنیان ټاکي، ونډه وانخلي.
په حکومت کې دننه د سیاسي اپوزیسیونونو اندیښنې او د حکومت پریشاني هم د مکث وړ ده.
د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وایي؛ هیڅ اطمینان نه لري چې راتلونکې ټاکنې په شفافه بڼه ترسره شي.
نوموړی وایي؛ د انتخاباتو کمیسیون هم نه توانیدالی چې د خلکو اعتماد لاسته راوړي او زیاتوي چې که حکومت ته دوه کاله نور وخت هم ورکړي ،بیا هم امید نه لري چې له لاسوهنو پاکې ټاکنې ترسره کړي.
بل پلو اجرایه ریاست د ټاکنو پر روان بهیر یوځل بیا اندیښنه څرګنده کړې او دا بهیر یې له ستونزو سره مل بللې.

د اجرایه ریاست ویندوی مجیب‌الرحمان رحیمي
ویلي د ثبت نام په پاڼو کې د جعل او لاسوهنې امکان لا هم په ځای پاتې خو د ده په خبره، تر ټولو اندیښمنونکی خبر د خلکو کمرنګه ګډون دی.
رحیمي له خلکو غوښتي چې په دې پروسه کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي.
بل اړخ بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له خلکو غوښتي چې تذکرې واخلي او نوم ليکنه وکړي.
حکمتیار هم له ټاکنو څخه خوښ نه دی او ویلي یې چې یو شمیر سیاسي کړۍ او سفارتونه غواړي په دې بهیر کې هغه څوک واک ته ورسوي چې دوی یې غواړي.
نوموړي د یادو سیاسي جریانونو او سفارتونو نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې خلک دې پر حکومت فشار واچوي چې روانې ټاکنې د حوزو په بڼه ترسره شي تر څو هره حوزه خپل وکيل ولري.
د ټاکنیزو کمیسیونونو استازي وایي چې په تیرو څو ورځو کې تر سل زره کمو خلکو په دې بهیر کې ګډون کړی.
دوی وایي؛ که د ثبت نام پروسه په همدې توګه مخته روانه وه ښایي تر راتلونکو دو میاشتو تر یو نیم میلیون کم کسان په ټاکنو کې ګډون وکړي.

بلخوا ولسمشر غني په خپله تویټر پاڼه ویلي چېاړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه کې د ګډون لپاره ښځو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او هداراز یې ویلي چې  د وسلوالو ځواکونو مسوولینو ته یې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په خاطر لازمې لارښوونې کړې دي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيټر نوريټ پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په سوله ييزه توګه ادامه پيدا کړي.

هغې زياته کړې،امريکا دافغانستان د هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې په هېواد کې دديموکراسۍ د پلي کېدو لپاره ټاکنې ترسره کوي

پر ټاکنیزو کمیسیونونو بې اعتمادي، پر ټاکنو د حکومت او په تیره بیا د بهرنیانو سیوری او روانې نا امني خلک ټاکنیزو ټیمونو ته له ورتګ څخه راګرځولي دي.

 

لوی ټکي: انتخاباتپارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې
مخکینې مطلب

سوله د ولس غوښتنه ده خو ...

بل مطلب

افغان کورنۍ له سي آی اې څخه غوښتي چې د خپل وژل سوي بندي غړي جسد ور وسپاري

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com