کړوخيل: لسګونه افغان ديپلوماتان بيرته هېواد ته نه دي ستانه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) په کاناډا کې د افغانستان سفيره شينکۍ کړوخېل وايي، ډیری ديپلوماتان چې په دغې هېواد کې يې دنده پای ته رسېدلې بيرته خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي او په کاناډا کې يې سياسي پناه غوښتې ده.
د کړوخېل په خبره، له ۲۰۰۲ کال راهيسې د څلورو سفيرانو په ګډون يواځې نهه ديپلوماتان خپل هېواد ته ستانه شوي زياتوي چې له شلو زيات نور ديپلوماتان دي چې په دغې هېواد کې يې له خپلو کورنيو سره د سياسي پناه غوښتنه کړې ده په خبره يې چې په دې ډله کې هغه افغان سفير هم شامل دی چې په ۲۰۱۶م کال کې يې دنده پای ته رسېدلې خو اوس هم په کاناډا کې پاتې ده.
څه موده مخکې ځينو رسنيو راپور ورکړی و چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په سلو کې څلوېښت سلنه ديپلوماتان خپل هېواد ته ستنېدلو لپاره زړه نه دی ښه کړی او په نورو هېوادونو کې پاتې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون رئيس زمرک پادخوابي وويل: ددوی د څېړنو له مخې چې په بهرنيو چارو وزارت کې يې ترسره کړي په بهرنيو هېوادونو کې داسې ديپلوماتان هم په دندو ګمارل شوي چې آن د دولسم ټولګي د فراغت اسناد هم نه لري.
هغه زياتوي، په بهرنيو چارو وزارت کې دغه ډول کسان د شخصي اړيکو، واسطو او سفارشونو پر بنسټ پر دندو ګمارل شوي دي.
ځينو افغان ديپلوماتانو، دغه ډول ديپلوماتان د موقع نه په استفادې په هېواد کې د بې کارۍ له کبله دا غوره ګڼي چې بېرته هېواد ته ستانه نه شي او په بهرني هېواد کې د سياسي پناه غوښتنه وکړي.



