(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳۰)
په ننګرهار ولایت کې د ختیځو ولایتونو څخه راټولو شویو سلګونو علماؤ پر حکومت غږ وکړ چې د کندوز د بوږنونکې پیښې په اړه دې خلکو ته وضاحت ورکړي او په دې پیښه کې دې ټول دخیل کورني او بهرني لاسونه محاکمه کړي.
علماؤ له حکومت څخه وغوښتل؛ که رښتیا هم د ریښتینې سولې توقع لري، باید بهرني ځواکونه له هیواد څخه وباسي ځکه د دوی په وینا چې د بهرنیانو په وجود کې د سولې راتګ ناممکنه ایډیالوژي ده.
علماؤ په یوه غږ د کندوز پیښه وغندله او دا یې د بشریت په تیره بیا د مقدسو ځایونو پر وړاندې د حکومتي ځواکونو له خوا لوی تیری وباله.
په دې پیښه کې که څه هم د دفاع وزارت ټول وژل شوي اوټپیان وسلوال طالبان بولي، خو دسیمې خلکو او سیمې ته ورغلو ټولو رسنیزو ټیمونو وویل چې تلف شوي ټول ولسي خلک و او د مړو او ټپیانو شمیر یې تر ۲۰۰ هم لوړ و، چې غوڅ اکثریت یې ماشومان و.
علماؤ ټینګار وکړ ، که حکومت د دې پیښې ریښتیني جزئیات روښانه نه کړي او دا ډول بریدونه د خلکو په تجمعاتو ادامه پیدا کړي، دوی به راتلونکې ټاکنې تحریم او خلک به له ګډون کولو څخه په کې منع کړي.
باید وویل شي چې حکومت ژمنه کړې وه چې د تیرې شنبې پر ورځ به د کندوز د پیښې نتایج اعلانوي خو دا چې ولسي جرګې له هغه راز څخه پرده پورته کړه چې ګواکې حکومتي پلاوی د هغه ولایت ځینو استازو په مرسته د کندوز د پیښې جزئیات د ځان په ګټه اعلانوي، د ترسره شوې څیړنې نتایج.وځنډیدل او لا هم نه دي ابلاغ شوي.
د ختیځو ولایتونو دیني علماء داسې مهال د کندوز د پیښې د سپیناوي او د بهرنیانو د وتلو غوښتنه کوي، چې څو ورځې وړاندې د هرات په ولایت کې هم د هیواد له ګوټ ګوټ څخه سلګونو دیني علماؤ ورته غونډه جوړه کړې وه او له حکومت څخه یې په یوه غږ وغوښتل چې له بهرنیانو سره دې امنیتي تړون لغوه او هغوی دې له هیواد څخه وباسي.
یادو علماؤ په یوه پریکړه لیک له دولت څخه د کندوز دپیښې د سپیناوي او ریښتینې سولې د ژمنتیا وړاندیز هم کړی و.


















