شمالي کوریا: تر دې وروسته د توغندیو او اټومي سرګلولو آزموینه نه کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱)
شمالي کوریا اعلان کړی چې تر دې وروسته به د اټومي وسلو او لر واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه په یو مخیزه توګه ودروي .
د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د شمالي کوریا د رسمي چینل په حواله خبر ورکړی چې؛ دا هیواد ژمن دی تر څو د اپریل له ۲۱ نیټې څخه د بالیستیک توغندیو، لر واټن ویشتونکو ځانګړو توغندیو او اټومي وسلو ازموینو ته د پای ټکی کیږدي .
همداراز ویل شوي “شمالي کوریا به د خپلې ژمنې تر مخه د اټومي وسلو د آزموینې یو لوی مرکز هم وتړي “
امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ د شمالي کوریا له دې وړاندیز څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې؛ دا خبر د شمالي کوریا او ټولې نړۍ لپاره د خوښۍ لوی زیری دی او زه د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره ناستې ته زیات لیواله شوی یم.



