د مرمرو شیشه

عرفان الله عرفاني

د زړه کلا تــه دروازه جــــوړوي
جانان مې کلي کې حجره جـوړوي

ځم د جانان ســـره مې خټې کوم
د حجرې مخې ته صُفه جــــوړوي

خپل یوسفي حُسن به ګوري پکې
ځان ته مرمرو نه شیشه جـوړوي

د عشق دریاب کې جـزیرې لټوي
د تانـدې مینې سفینه جــــوړوي

ما هم لیکلی دی د مینې غــــزل
نن خامخا د غــزل شپه جــوړوي

پر شهیدانو ارمانونــــــو بانــدې
اخ (عرفاني) نن هدیره جــــوړوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button