طالبانو سرپل کې دوه ستراتيژيکې سيمې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲) طالبانو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو دوه مهمې او ستراتيژيکې سيمې نيولي دي.
ځايي سرچينې وايي، طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې په دارقلق او تلبلاق سيمو کې د دولتي ځواکونو پوستې تر کلکۍ کلابندۍ لاندې نيولې وې چې نن د دولتي ځواکونو يوې سترې عملياتي قوې غوښتل په ياده سيمه کې خپل عسکر له کلابندۍ وژغوري.
خو عملياتي قوه د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوه او د دواړو غاړو تر منځ نښتې وشوې.
ځايي امنیتي سرچينو رسنيو ته ويلي، په دې بريدونو کې د قو قومندان په ګډون اووه پوليس وژل شوي دي.
خو طالبان وايي، په جګړه کې ګڼ شمير عسکر او اربکيان وژل شوي زياتوي د دارقلق او تلبلاق مهمې او ستراتيژيکې سيمې چې د سرپل ولايت د مرکز په څلور کيليو مترۍ کې دي په بشپړه توګه تر واک لاندې راغلي دي.
تېره ورځ هم په ياده سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړی و چې په ترڅ کې يې نږدې لس پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او يو شمير وسلې طالبانو له ځان سره وړې وې.



