(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲) نن په يوې اعتراضيه غونډه کې د ننګرهار لسګونو روغتياپالانو په حکومت نيوکه وکړه چې د امنيت په خوندي کولو کې يې پاتې راغلي دی.
روغتياپالانو له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوی د امنيت لپاره دې امنيتي کسان وګمارل شي، خپل سري وسله وال دې بې وسلې، ناثبت سیم کارتونه دې بند او دوی ته د ګواښ کوونکو نيول شويو کسانو محاکمه دې په ښکاره ډول وشي.
معتريضينو د غونډې په اخره کې يو پریکړه ليک صادر کړ او ګواښ يې وکړ که د ثور تر لسمې نيټې يې غوښتې عملي نه شي نو دوی به کاربنديز اعلان کړي.
د روغتياپالانو په استازيتوب پوهنوال غلام سخي رحمانزي وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې د بريدونو په ترڅ کې دوه ډاکټران وژل شوي، پنځه ټپيان شوي، څلوردېرش کسانو ته ګواښونه شوي او اووه تنه نور تښتول شوي چې وروسته د پيسو په بدل کې خوشې شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې روغتياپالان د امنيتي ستونزو له کبله اندېښنې څرګندوي بلکې تر دې مخکې يې هم د امنيتي مشکلاتو له امله کاربنديزونه کړي خو امنيتي ستونزې يې نه دي کمې شوي.


















