(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د جمعيت ګوند لوپوړی قومندان جنرال غلام فاروق قاطع په فارياب ولايت کې له خپلو ساتونکو سره يوځای وژل شوی دی.
د فارياب ولايت امنيتي سرچينې وايي، د غلام فاروق قاطع تېره پر موټر تېره شپه ناوخته ماين چاودنه شوې او د هغه په ګډون پکې څلور کسان وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې د هغه اووه ساتونکي سخت ټپيان شوي هم دي.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه طالبانو د ياد ولايت په المار ولسوالۍ کې د شيرينک په سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه وکړل چې جنرال فاروق قاطع يې ملاتړ ته ورروان و او په لاره کې يې پر ټانګ موټر چاودنه وشوه.
ويل کېږي، اوسمهال هم په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.


















