راپورتاژ: الماس خدرخېل — د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې عام خلک وايي، چې د ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې زورول کېږي او د عملياتو پر مهال يې کورونه ويجاړوي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، وړمه شپه د برکي برک ولسوالۍ د شيخانو په کلي کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي د ملکي خلکو کورونه يې ويجاړ کړي او ځينې خلک يې د طالبانو په نوم له ځانونو سره بنديان کړي دي.
دوی وايي، له طالبانو سره هيڅ ډول اړيکې نه لري او نه هغوی ته ځای ورکوي خو په پرلپسې توګه پرې شپنۍ چاپې وهل کېږي او زورول کېږي.
د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزی واي، ځانګړي ځواکونه د جګړې له ټولو قوانينو خلاف کار کوي او عمليات يې له سيمه ييزو مسئولينو سره په همغږۍ نه ترسره کېږي او د ملکيانو ژوند ته پکې پام نه کېږي.
که څه هم د والي ویاند سلیم صالح وايي، چې په دې عملياتو کې وژل شوي او نیول شوي ټول طالبان دي، خو د سيمې اوسېدونکو کابل نيوز ته ويلي چې دوی له طالبانو سره هيڅ ډول اړيکې نه لري او نیول شوي ټول عام وګړي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د عملياتو په پلمه د اولسي وګړو لسګونه کورونه ويجاړ کړل شول.
د بالابلوک اوسېدونکي وايي، د ګرانې، ګنج اباد او شيوان سيمو کې د کمانډو ځواکونو له لوري د دوی نږدې اويا کورونه نړول شوي دي.
دوی وايي، کمانډو ځواکونو د سيمې يواځينی صحي کلينيک ویجاړ او د خلکو باغونه او نورې کروندې يې هم د بلدوزرونو په واسطه له منځه يوړې.
دا لومړی ځل نه دی چې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو کورونه او عام المنفعه ځايونه ويجاړېږي بلکې تر دې مخکې په کندهار، فراه او کوندوز کې هم د عملياتو په پلمه د عامو خلکو کورونه ويجاړ شوي او د طالبانو په نوم ولسي وګړي ځورول شوي دي.
















