یونیسف: په ټول افغانستان کې د وچکالۍ له امله ۵۰۰۰ ماشومان زیانمن شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۴)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ‘يونيسف ‘ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې دسختې وچکالۍ له امله زرګونه ماشومان زیانمن شوي.
یونسیف وایي؛ چې د وچکالۍ کچه په پراخیدو ده او ښایي تر راتلونکې میاشتې داشمیرې نورې هم لوړې شي.
د دې ادارې مشرې اډيل خودر ویلي؛ پاکو اوبو ته نه لاسرسي د دې لامل شوی چې د افغانستان په کچه پنځه زره ماشومان زیانمن کړي.
یونیسف زیاته کړې چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د خوړو او اوبو کمښت او په نورو کې د اوبو سرچینې مخ پر وچیدو دي چې له ۲۰ څخه تر ۳۰ یادې سرچینې وچې شوې دي.



