سرلیکنه
په هره ټولنه کې يو شمېر اشخاص موجود وي چې له برکته یې هغه هېواد او ټولنه په هر لحاظ خوندي او د پرمختګ په ټولو امورو کې برلاسې وي. هغه اشخاص ديني عالمان دي. الله تعالى چې کومې ټولنې ته ورپېرزو کړي وي، بيا یې د هېواد ټول دارومدار پر ديني اصولو ولاړ وي.
د انتخاباتو کمېسيون د هېواد له ديني علماء کرامو داسې غوښتنه کړې چې په هيڅ ډول د هغوی له شان سره سمون نه لري. هغه له ولسه په انتخاباتو کې د ګډون غوښتنه ده. همدا غوښتنه که د انتخاباتو کمېسيون په افغانستان کې د اسلامي نظام د جوړښت لپاره له علماءکرامو کړې وای، پر ځای غوښتننه به وه، ځکه د ديني علماوو هلې ځلې په هېواد او نړۍ کې د شرعي او ديني نظام د نفاذ لپاره وي.
له بده مرغه، د انتخاباتو کمېسيون له ديني علماءکرامو د قرآن او سنت او د افغاني کلتور پر خلاف، په افغانستان کې د غربي نظام د جوړښت لپاره غوښتنه کړې، چې ولس دې، د دوی په وينا، په يوه مسلمان هېواد کې د غربي نظام د رامنځته کېدو لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.
دغه ډول غوښتنه که له غربي-پلوه اشخاصو وشي، کېداى شي ورته د هو ځواب ووايي. خو له ديني علماءکرامو دا ډول غوښتنه نامناسبه ده، او هيڅکله به يو ديني عالم په خپل هېواد کې د امريکايي نظام د جوړېدو په پروسه کې افغانانو ته د برخې اخیستنې وينا ونه کړي.
زموږ په وړاندې موجوده حکومت جوت ثبوت دى. علماءکرامو ته به هيڅ وخت خپل ايمان اجازه ورنکړي چې دا ډول نظام ته، ولس د رايو ورکولو لپاره راوبولي. هو! هغه اشخاص چې دعلماوو په نوم په موجوده حکومت کې دندې لري او په هېواد کې د شرعي نظام پر ځای غربي حکومت جوړونې (انتخاباتو) ته خلک رابولي، هغوى ته بيا موږ ديني علماء نه، بلکې کراکښ اشخاص ويلاى شو. دې ډول اشخاصو په تېرو کمونستي نظامونو کې هم دندې درلودې، او د کمونستي سره کفر نظام ته به یې د يو څو روبلو او ماکولاتو په بدل، پر ممبر د شين اسلام رنګ ورکاوه.
موږ دا منو چې علماء په ټولنه کې بنسټيز رول لري، خو علماء هم بايد په هېواد کې بنسټيزو کارونو ته ولس راوبولي – هغو کارونو ته چې هغه له افغاني ټولنې، اسلامي رواياتو او افغاني عنعناتو سره سمون ولري؛ نه دا چې د بهرنيانو غربي تعليمي نصاب دې په افغاني مکتوبونو کې پر زده کوونکو په جبري توګه ومنل شي.
هغه علماء چې خپل رسالت په بشپړه توګه پېژني، هغه هيڅ وخت ځان او ولس نه پلوري. که څوک د ځان پلورنې قدم پورته کړي، افغان ولس به ترې په راتلونکې کې داسې نفرت وکړي لکه اوس چې یې په پخواني کمونستي نظامونو او اوسني نظام کې له موجودو اشخاصو کوي.
هغه اشخاصو چې په پخوانیو کمونستي کفري نظامونو او اوسني امریکايي نظام کې دندې درلودي، هغوی ته د علماوو کلمه استعمالول هم يو جرم دی، ځکه د عالم کلمه يوه مقدسه کلمه ده، او بايد هغه چا ته استعمال نه کړاى شي څوک چې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر ځای غربي کلتور او پردیو ګټو ته ترجيح ورکوي.


















