نوې آله مو د زړه له درېدو خبروي

ډاکټر فصیح الله عمرزی

ډېر مرضونه شته چې روغتیا پوهان یې د انسان په بدن کې له څېړنو وروسته معلوم کړي، دمخه ورته د مرض په اړه هیڅ معلومات نه وي. آن اثرات یې هم نه شي څرګندولای.

اوس هر څه په الکترونیکي معلوماتو ولاړ دي. که له یوه ډاکټر سره د روغتیايي چارو د معلومولو آلې نه وي،  هغه د انسان په بدن کې یو مرض هم نه شي معلومولای. خو همدا انسان و چې دمخه به یې په بدن کې د مرض معلومات د خپلې تجربې له مخې کول، مریض ته به یې درمل جوړول. خو تجربو اوس الکترونیکي بڼه غوره کړې ده او هر څه په ساینسي آلو ترسره کېږي.

د ګوګل مشهورې کمپنۍ د الفابیټ ساینسپوهانو یوه مقاله خپره کړې او په کې یې لیکلي، ډېر ژر به د یوه سکرین او مصنوعي ذهانت په مرسته د زړه د حملې په اړه مخکې له دې چې زړه مو کار پرېږدي، جوړه شوي آله خبر درکوي.

د زړه تر درېدو د مخکې خبروونکې آلې په اړه ویل شوي چې کوم انسان د زړه ناروغي لري، د هغه وجود کې نوې جوړه شوې آله، چې ډیره کوچنۍ ده، د سترګې تر څنګ د وینې په رګونو کې نصبیږي او انسان ته د زړه تر درېدو دمخه خبر ورکوي. د دې نوې جوړې شوې ساینسي آلې پر مټ د زړه په مرض اخته انسان  مخکې تر دې چې زړه یې ودرېږي پر خپل وخت ځان روغتون ته رسوي.

مقاله زیاتوي چې دا آله به د یو شمېر نورو مرضونو په اړه  هم معلومات ورکوي، خو لومړی ترې د زړه په دریدو کې دمخه په خبر ورکولو کې کار اخستل کيږي، چې دا مهال په نړۍ کې د زړه د درېدو مریضانو لپاره ډېره ګټوره ثابته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button