(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د کندوز ولايتي شورا او د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو له کبله سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا مرستيال صفی الله اميري وايي، په دغې ولايت کې څو ځلې عملیات شوي خو په پايله کې يې يواځې کورنۍ بې ځايه شوي او هيڅ لاسته راوړنه يې نه ده لرلې.
د اميري په خبره، هرکله چې عمليات شوي په پايله کې يې دولتي ځواکونو سيمې خوشې کړي او بېرته هغه سيمې طالبانو ته لاسته ورغلي دي.
په عين حال کې د کندوز د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، څو ورځې مخکې د ۰۹ قطعې په ياده ولسوالۍ کې عملیات وکړل چې له کبله يې څلور سوه کورنۍ کډې کولو ته اړ ويستل شوې او نوره هيڅ ګټه يې ونه کړه.
که څه هم د کومانډو ځواکونو وياند جاويد سليم وايي، د اقتاش ولسوالۍ په عملياتو کې يې لاسته راوړنې لرلې خو ځايي اوسېدونکي د نوموړي ادعا ردوي په خبره يې عملياتي قوې په سيمه کې درې ورځې تېرې کړې او له تللو سره يې ټوله سيمه بېرته طالبانو ونيوله.
دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو د عملياتو له کبله سلګونه کورنۍ خپلې سيمې پرېږدي بلکې تر دې مخکې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي او د عملياتو له کبله سلګونه کورونه نړول شوي دي.
















