والي: د غزني اتيا سلنه اوسېدونکي د رايې ورکولو لپاره نومليکنه نه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د غزني والي کريم متين وايي، په دغې ولايت کې د نومليکنې بهير له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

کريم متين نن يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د غزني ولايت اتيا سلنه خلک نه غواړي چې په پېژندپاڼو يې د رايې ورکولو لپاره سټيکر ولګېږي.

د هغه په خبره، په غزني کې شپېته سلنه خلک پېژندپاڼې نه لري او پاتې څلوېښت سلنه خلکو کې هم اتيا سلنه اوسېدونکي په خپلو پېژندپاڼو له سټيکر لګولو ډډه کوي.

متين وايي، دا چې اتيا سلنه خلک په خپلو پېژندپاڼو له سټيکر لګولو ډډه کوي نو له دې معلومه شوه چې په رايه ورکولو کې هم ګډون نه شي کولی ځکه نو په دغې ولايت کې ټاکنې ناکامې دي.

د يادونې ده، چې د غزني مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو مرکزونو د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې دي ځکه يې خلک په ټاکنو کې ګډون کولو ته زړه نه ښه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button