د بګرام په هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۵) نن سهار مهال د هېواد په ترټولو لويه پوځي اډه بګرام توغندي لګېدلي، چې له کبله يې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې لګېدلي او دوی ليدلي چې له ځينو سيمو يې لوګي پورته کېدل.

د بګرام هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، په بريد کې بهرنيانو ته زيان اوښتی خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې دغه بريد يې د (خندق) په نوم د نويو پيل کړيو عملياتو په ترڅ کې ترسره کړی دی.

طالبان وايي: توغندي د بګرام په هوايي ډګر کې په ټاکل شويو هدفونو لګېدلي او بهرنيو ځواکونو ته يې تلفات اړولي دي.

د يادونې ده، چې طالبانو نن د چهارشنبې په ورځ د (خندق) په نوم د نوي کال پسرلني عمليات پيل کړل او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې خپلو پلويانو ته امر کړی چې په بهرنيو او داخلي عسکرو بريدونه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button