(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۵)
په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر ټولو ټیټې کچې ته را لویدلې، د شیعه علماؤ ټولنې هم له دې پروسې سره خپل مخالفت څرګند کړ او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دوی به تر هغو په یادو ټاکنو کې برخه وانخلي ترڅو چې د یادو مراکزو د امنیت ساتنې قوي ژمنه نه وي ورسره شوې.
شیعه ملایانو پر خپلو ټولو اړوندو ولسونو غږ کړی چې له ټاکنو سره دې پریکنده مخالفت وکړي او تر هغو چې د نوم ثبتونې د مرکزونو امنیت په ښه توګه نه وي خوندي شوی باید په دې پروسه کې هیڅ ګډون و نه کړي.
شیعه ملایان وروسته تر هغه راتلونکې ټاکنې تحریموي کله چې څو ورځې وړاندې د کابل په دشت برچي کې داعشیانو د شیعه ګانو اړوند د ثبت نام پر یوه مرکز برید وکړ چې ۶۹ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۱۲۰ نور ټپیان شول.
باید وویل شي چې د ولسونو کمرنګه ګډون او له دې پروسې څخه نه ملاتړ حکومت اړ کړ تر څو د ټولو دولتي اداراتو روغتیایي ټیمونو په کارکونکو د ښوونځیو او پو هنتونونو پرمحصلینو جبراً ثبت نام تر سره کړي.
همداراز په ځینو ولایاتو کې یې د خلکو عریضې منل هم د ثبت نام تر ورقې محدودې وبللې.
بل پلو په کابل او یو شمیر ولایاتو کې لا هم خلک شکایت کوي چې انتخاباتي ټیمونو په جوماتونو او ښوونځیو کې خپل مراکز ایجاد کړي چې دې چارې دوی له ستونزو سره مخ کړي.
په دې لړ کې د پوهنې وزارت چارواکو هم تیره ورځ په همدې تړاو اندیښنه ښوودلې وه


















