لاروی
تراوسه پورې به مو اورېدلي او لیدلي و چې آنلاین ژباړن ته یوه لیکنه ورکړې او په هره کمپیوټر کې مېشته ژبه چې وغواړې هغې ته یې درته ژباړي. که څه هم په کمپیوټرې ژباړه کې، چې په هره ژبه وي، ستونزې شته، خو هغه کسان چې له نورو ژبو سره اشنايي نه لري، له کمپیوټري ژباړې ګټه اخیستلای شي.
د کمپیوټري ژباړې توپیر له انساني ذهن سره همدا دی چې کمپیوټر کې کوم ګرامر ورځای کړل شوی وي، یواځې د هغه ګرامر له مخې ژباړه کولای شي، خو د هرې ژبې ګرامرونه په بشپړه توګه کمپیوټر کې نه دي ورځای شوي. خو اوس چې کمپیوټر غږیز کلیپونه ژباړي، د دې غږیزو کلیپونو ژباړه هم د لیکنو د ژباړې په څېر ده، چې یو څه ګرامري ستونزې له ځانه سره لري.
د بايدو په نامه، د ګوګل په څېر يوې چينايي کمپنۍ داسې موبايل اپلیکېشن جوړ کړی دی چې غږیز کلیپونه هم ژباړلای شي. د بیلګې په توګه د یو چا لخوا یوه سندره ورکړه، په هغه شیبه یې درته د خپلې خوښې په ژبه ژباړي او پر دې، دې پوهوي چې سندره په کومه موخه جوړه شوې ده.

دغه اپ کولای شي اوږده غږونه له یوې ژبې بلې ژبې ته وژباړي، چې اوس یو شمېر لیکوال او شاعران د نورو ژبو له سندرو او کیسو هم په خپله ژبه د دې اپ له برکته پوهېدای شي. یو شمېر ناول لیکونکي چې په کومه ادبې غونډه کې چا ناول اورولای وي او هغه غږ دې آپ ته ورکړي د خپلې خوښې په ژبه درته ټول ویل شوی ناول ژباړي، چې د دې اپ په وسیله ډیرې لیکوال او شاعران او د نورو په غږ ویل شوو معلوماتو لپاره ځان له نورو ژبو پوهولای شي.


















