د پیوستون ګوند: د غویي د ۷ او ۸ عاملین دې محاکمه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۶)

د افغانستان د پیوستون ګوند لسګونو پلویانو نن د کابل په شهرنو پارک سیمه کې په یوه اعتراضیه لاریون کې د تیرو څلورو لسیزو د جګړه مارانو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
دې کسانو چې له ځانه سره یې د پخوانیو کمونستانو او جهادي څیرو پرضد ترسیم شوي بینرونه لیږدول د هیواد اوسنۍ اداره د بهرنیانو له خوا اشغال شوې ،په فساد ککړه او له مافیایی کړیو جوړه شوې وبلله.
دوی ویل؛ “د غويي اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته افغانستان سولې او بریا ته نه رسېږي“
معترضینو تنظیمي مشران د کابل ښار د لسګونه زره اوسېدونکو قاتلین یادول او له هیوادوالو یې غوښتل چې باید محاکمه یې کړي.
د پیوستون ګوند ویاندې سیلۍ غفار رسنیو ته وویل؛ راتلونکې ټاکنې د خلکو سترګو ته د خاورو شیندلو په معنا دي“موجوده حکومت لاسپوڅی ده او امریکایان راتلونکې اداره هم همداسې غواړي“
د نوموړې په خبره؛ د راتلونکو ټاکنو برخلیک به د ۲۰۱۴ په څیر په بې شرمۍ سره بیا هم د بهرنیانو په وساطت اعلانیږي
لاریونوالو د خلقيانو پرچمیانو محاکمه هم غوښته او غوښتل یې چې باید د مظلومو افغانانو د وینو غچ ترې واخیستل شي.

په یاده اعتراضي غونډه کې یو شمېر ځوانانو چې د مجاهدینو مشرانو ،کمونستانو او اوسني حکومت مشرانو نقابونه یې په مخ کړي وو او لاسونه یې په زنځيرونو تړلي وو، د مشرانو تمثیلي محاکمه او مجازات یې نندارې ته وړاندې کړل او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د بې عدالتۍ پر وړاندې غلي پاتې نه شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button