طالبان: د اروزګان- کندهار پر لويه لاره د پوهنتون د استاد او۴ مسافرو وژل زمونږ کار نه دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۶)

طالبانو د اروزګان _کندهار پر لویه لاره د پوهنتون د یو استاد او څلورو نورو مسافرو وژل جنایت بللی او په دې پیښه کې یې خپل لاس لرل رد کړي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ شاوخوا نهه بجې د يادې لارې په اوږدو کې د اردو بلاغ په سيمه کې وسله والو کسانو له يوه موټر څخه پنځه مسافر کښته کړي او بیا یې وژلي چې يو په کې د پوهنتون استاد هم شامل دی.

د اروزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخي هم رسنیو ته ویلي ،چې دوی ته د پنځو تنو جسدونه چې په ډزو لګیدلي ؤ، ور رسیدلي.
دولتي چارواکو د پیښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې وه خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا پیښه یو وحشت بللی او ویلي یې دي “ د اروزګان ولایت مربوط دکندهارپر لاره دپوهنتون استاد همت اوڅو نور ملکي کسان چي په موټرکي سپاره ول دګوډاګۍادارې داوباشانوله لوري ډیرپه ظلم سره ووژل شول چي بیا دګوډاګۍ ادارې چارواکو ددې پیښې مسئولیت طالبانوته راجع کړی خو موږداپیښه په کلکه ردووچي دا داسلامي امارت دمجاهدینوکار ندی“
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د ملي اردو او استخباراتو ګڼ شمیر کارمندان په یاده لاره د طالبانو له لوري له موټرو ښکته او نیول شوي خو طالبان وایي چې دوی له ملکي کسانو سره هیڅ کار نه لري او هدف یې یواځې نظامي افراد وي چې یاده پیښه یې هم دولتي کړیو ته منسوبه کړې .

دولتي چارواکو د طالبانو د سپیناوي په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button