خرم: د امريکايي لوبې پای ته رسول د هېواد ژغورنې يواځينۍ لاره ده
مطبوعات د امريکايي پلانونو په عملي کېدو کې ستر خنډ دی، ځکه دغه ډول پېښې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئيس او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير عبدالکريم خرم وايي، امريکا د سيمې په هېوادونو کې نا امني خوره کړې او د امريکا له خوا د ترهګرو له روزل کېدو داسې ښکاري چې امريکا غواړي د افغانانو ژوند له سختو کړاوونو او مشکلاتو سره مخ کړي.
عبدالکريم خُرم په هېواد کې د خبريالانو د وژل کېدو په تړاو ويلي، چې د بيان ازادي، رسنۍ او مطبوعات د امريکايي پلانونو د عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډ دی نو ځکه دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
نوموړي، په هېواد کې په يوه اوونۍ کې د يوولس خبريالانو وژل کېدلو باندې خواشينې ښکاره کړې او دا يې يوه ستره فاجه بللې ده.
د خرم په خبره،له هرې پېښې وروسته د ملامتۍ ګوته افغان ځواکونو ته نيول کېږي خو په وينا يې د دغه ډول پېښو اصلي مسئوولين امریکايان او د هغوی اشرګړي دي چې په خپلو پوځي اډو کې د ارام شپې تېروي.
عبدالکريم خرم وايي، اصلي ستونزه په هېواد کې د امریکا نظامي حضور دی او ټول لوري دې په ګډه د امريکايي لوبې د پای ته رسولو پرضد يوه خوله شي ځکه په خبره يې چې همدا د هېواد ژغورنۍ يواځينۍ لاره ده.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د کابل په چاودنو کې د اوو خبريالانو د وژل کېدو سربیره څو تنه نور ټپيان هم شول.
دغه راز په خوست کې هم د بي بي سي راډيو يو تن خبريال د نامعلومه وسله والو په بريد کې ووژل شو.
د کابل بريد مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخيست.
دا لومړی ځل نه دی چې يو پخوانی چارواکی د افغانستان د ستونزې لامل امريکايان یادوي بلکې تر دې مخکې هم د ولسي جرګې يو شمير غړو او ځينې سياستوالو پر امريکا تور پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې ملاتړ کوي او هغوی سره د وسلو او پيسو مرستې کوي.



