د انتخاباتو کمېسيون: اتيا سلنه افغانان په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، ښايي راتلونکو ټاکنو کې اتيا سلنه افغانان خپله رايه ونه کاروي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند شفيع جلالي وايي، د رايې ورکولو د نومليکنې په بهير کې د خلکو کمرنګه ګډون د چارواکو اندېښنې زياتې کړي دي.

د جلالي په خبره، اوس مهال په ټول هېواد کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې لپاره اووه زره مرکزونه پرانيستل شوي خو تېرو نومليکنو ته په کتو ښايي له درې ميليونه څخه کم خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.

وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي و چې د نومليکنې بهير له پيل څخه تر تېرې یکشنبې ورځې پورې په ټول هېواد کې يواځې ۶۶۰ زره کسانو د رايې ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نومليکنې له پيلېدو مخکې ويلي و چې په ټول هېواد کې څوارلس ميليونه وړ کسان شته چې خپلې رايې وکاروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button