(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۱)
په داسې حال کې چې په هیواد کې د ښکیلو لوریو ترمنځ جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کیږي ، طالبانو ادعا کړې چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یې تر ۱۵ ډیر امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولې.
امریکایان که څه هم د خپلې پالیسۍ ترمخه د تلفاتو کره شمیرې پټې ساتي خو دا یې منلې چې په جګړو کې یې یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
بلخوا طالبان بیا دا خبر ردوي او زیاتوي چې یواځې په کاپیسا ولایت کې یې ۶ امریکایان وژلي او ۸ نور ټپیان دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې له تیرو دریو ورځو را په دې خوا یې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اړوند د نوروز خیلو په سیمه کې له ګډو ځواکونو سره خونړۍ جګړه کړې چې تیره شپه ټول ورغلي ځواکونه له تیارې څخه په استفادې سره له سیمې وتلي.
د دوی د معلوماتو تر مخه “په دغو عملیاتو کې ۶ امریکايي اشغالګر عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي، همداراز ۷ تنه کورني کمانډوي عسکر هم وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي“
طالبانو د ګډو ځواکونو د یو شمیر وسائطو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی او تر څنګ یې د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او یو شمیر نورو ټپي کیدل هم منلي.
بل پلو طالبانو ویلي چې دهلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سیمټي سیمه کې د دوی د سرتیرو بریدګرو په مخامخ بریدونوکی دګډ ځواکونو چاپه ناکامه شوې.
طالبانو ادعا کړې چې په چاپه کې یې ۸تنه امریکایي اوکمانډویي عسکر وژلي او همداراز یې د خپلو دوو ملګرو او یوه ملکي کس د وژل کیدو پخلی کړی دی.
امریکایانو ته داسې مهال د سر دروند زیان اوړي چې تازه د دې هیواد جمهور رئیس ویلي چې خپل ځواکونه به له افغانستان څخه چې نوموړي د دوزخ په نوم یاد کړی وباسي


















