د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په ۷ ولایتونو کې د نشیي توکو ۱۹ شکمن کاروباریان نیول شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۱)
د نشیي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي مرکز وایي، چې په مختلفو ولایتونو کې یې د ۱۹ قضیو په تړاو نولس شکمن کسان له خپلو توکو سره یوځای نیولي .
د یاد مرکز مطبوعاتي مسؤول احمد خالد موحد رسنیو ته ویلي چې دا کسان په تیره یوه اونۍ کې په کابل، هرات، زابل، بلخ، کاپيسا، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې له شته موادو سره یوځای نیول شوي.
نوموړی وایي ۳ تنه یې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې نشیي توکي په ګیډه او سفري بکسونو کې هندوستان ته انتقال کړي.
موحد زیاتوي؛ له نیول شویو کسانو یې ۸۹ کيلوګرام پوډر، ۱۸کيلوګرامه ترياک،۲۵۱۱ کيلوګرامه چرس، له ۵۹ کيلوګرامه ډېر کيمياوي توکي، ۱.۹۴۵ کيلوګرامه شيشه، ۱۳۵(K) تابليت، ۴۲۵۹۲ نغدې افغانۍ، ۱۹۵۰ امريکايي ډالر، ۱۳۵۴۰ هندۍ کلدارې، ۳۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۲۰ سيټه ګرځنده ټيلېفونونه، ۳ بېلابېل ډوله نقليه واسطې او ۲ ميله وسلې نيول شوي دي.
موحد وایي چې نیول شوي کسان په یاد عدلي او قضایي مرکز کې تر څیړنو لاندې دي.
باید وویل شي چې نیول شوي توکي به افغان حکومت د نوي قانون تر مخه رسماً پر هغو هیوادونو پلوري، کوم چې د یادو توکو پر پلور رسمي بندیز نه لري.



