شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د افغان پوځ پر یوولس سلنه کمښت، اندېښنې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 2, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
(DoD photo by Lance Cpl. Daniel Kujanpaa, U.S. Marine Corps/Released)

(DoD photo by Lance Cpl. Daniel Kujanpaa, U.S. Marine Corps/Released)

307
ځلې شریک شوی
147
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

دفاع وزارت هڅې کوي چې د افغان پوځ شمېر نور هم زیات کړي څو په هېواد کې د شته بهرنیو پوځونو ترڅنګ د حکومت د مخالفینو په مقابل کې د افغان پوځ مقاومت پیاوړی کړي. خو د تمې پر خلاف، ورځ په ورځ د افغان امنیتي پوځونو شمېر کمېږي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

په روان کال کې چې د افغان پوځ او مخالفینو تر منځ د جګړو په اړه کوم راپورونه ورکړل شوي، یادونه پکې شوې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په دومره لږ وخت کې دومره بمبار په افغانستان کې نه و شوی لکه د روان زېږدیز کال په دریو میاشتو کې چې هوايي ځواکونو وکړ. د حکومت مخالف وسله وال، ملګي وګړي او آن په کندز کې دیني مدرسه یې هم بمبار کړه.

افغان حکومت هڅه کوي چې په بمبار او عملیاتو د طالبانو مخ ونیسي او په یو شمېر ولایاتو کې د طالبانو په واک کې ولسوالۍ بیا له طالبانو ونیسي. خو په امنیتي پولیسو او پوځ کې ۱۱٪ کموالي افغان حکومت او امریکایي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې (سیګار) لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر ۱۱٪ کم شوی دی. یادې ادارې ویلي چې دمخه د ټولو قواؤ شمېر٣٣۴ زره ښودل شوی و، خو اوس ٢٩٠ زره پاتې دي، او د ځواکونو مورال هم راټیټ شوی دی.

افغان دفاع وزارت د سیګار راپور رد کړی، وايي چې د موجوده  امنیتي پولیسو شمېر یې کم ښودلی. خو د افغانستان یو شمېر شنونکو بیا هم د سیګار پر راپور نیوکه کړې چې په ولسوالیو کې اربکیان یې هم په  پولیسو کې شمېرلي دي؛ که د اربکیانو شمېر ترې کم کړل شي، نو دا مهال به په افغانستان کې  د امنیتي ځواکونو شمېر   ۲۵۰ زرو ته راټیټ شي، چې له دندو د پولیسو تېښته به افغان حکومت نور هم اندېښمن کړي.

د سیګار د راپور پر اساس، افغانستان ۴٠٧ ولسوالی لري، پر شاوخوا شپیتو ولسوالیو طالبان واکمن دي. په ٥٦ سلنه، یعني ٢٣٠ ولسوالیو حکومت حاکمیت لري او په نورو نږدې سلو ولسوالیو کې دواړه لوري نفوذ لري او د جگړې تر تهدید لاندې دي.

په همدې تر تهدید لاندې ولسوالیو کې پولیس له دندو تښتي. څه دندې پرېږدی کورونو ته ځي، او څه د طالبانو نفوذي پولیس دي، چې د خپلو ملګرو له وژلو وروسته سره له وسلو طالبانو ته تسلیمېږي.

که څه هم دفاع وزارت په اعلامیه کې ویلي په فاریاب، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، بلخ، تخار، بدخشان، او هلمند کې یې عملیات ترسره کړي؛ خو بیا یې هم اندېښنه څرګنده کړې، اعتراف یې کړی، چې په هېوا کې شل وسله والې ډلې فعالیت لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش اداره، سیګار، وایي چې په پوځ او پولیسو کې د نویو افغان افسرانو شاملېدلو سره سره، د افغان پوځ په لیکو کې د امنیتي پولیسو شمېر کې یوولس سلنه کموالی د اندېښنې وړ دی.

د افغان چارو شنونکي وايي چې په لیرو پرتو ولسوالیو کې له طالبانو سره د مقابلې پر مهال امنیتي پوځونو ته په خپل وخت تجهیزات نه رسول، په امنیتي پولیسو کې د طالبانو د نفوذ زیاتوالی او له امله یې په پوستو کې د خپلو پولیسو ملګرو وژل او طالبانو ته تسلیمېدل، د امنیتي پولیسو په نشه یي توکو روږدېدل، په میاشتو میاشتو پولیسو ته معاش او خوراکي مواد نه رسېدل؛ هغه څه دي چې، د سیګار په وینا، د امنیتي پولیسو په لیکو کې یې یوولس سلنه کموالی راوستی. امکان شته دا کموالی شل سلنې او تر دې نورهم زیات شي.

مخکینې مطلب

د مينې سيورى

بل مطلب

د امریکا پوځ کاپیسا کې د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com