د امریکا پوځ کاپیسا کې د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل

د امریکا پوځ د تیرې دوشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وايي، ۲۲ کلن ګېبریل کنډي (Gabriel D. Conde) تېره دوشنبه د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو. نوموړی د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې افغانستان ته د ماموریت ترسره کولو لپاره راغلی و.

په عملیاتو کې د کنډي تر څنګ یو بل امریکايي عسکر ټپي شوی و، او ګڼو نورو افغان ځانګړو ځواکونو ته مرګ او ژوبله واوښته.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد،  پر خپل ټوېټر لیکلي چې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په نوروز خېلو سیمه کې له امریکايي او افغان ځواکونو سره نښته له هغه وروسته پیل شوه کله چې ګډو ځواکونو پر طالبانو چاپه ووهله. د مجاهد په خبره، په نښته کې ۲ امریکايي او ۳ افغان عسکر ووژل شول، ۸ امریکايي او ۹ افغان عسکر ټپيان شول.

کاپیسا: تګاب کې د چاپې عسکرو او طالبانو تر منځ نښته شوې

د افغانستان ختیځ کې یو امریکايي عسکر وژل شوی، بل ټپي شوی

د ځايي سرچینو له قوله، د برید پر مهال د بمبار لپاره الوتکې هم سیمې ته راغلې او بمبار یې وکړ، چې له امله یې د یوه کلیوال کور ویجاړ شو، ۳ مېرمنې او ۳ ماشومان شهیدان شول. همداراز په یوه بل کلي کې هم بمبار ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

Image may contain: one or more people, people standing, mountain, cloud, sky and outdoor
د کاپیسا تګاب ولسوالي، د الوتکو بمبار – ۳۰ اپرېل ۲۰۱۸ / انځور: ټولنیزې رسني

د سرچینو د معلوماتو له مخې، امریکايي او افغان ځواکونه له ۳ ورځو راهیسې د فېروز خېلو، نوروز خېلو او پشه ګان سیمو ته د عملیاتو په موخه راغلي وو، او له طالبانو سره په جګړه کې د تلفاتو تر لیدلو وروسته بېرته له سیمې ولاړل.

ګېبریل کنډي په ۲۰۱۸ز کال کې دویم امریکايي سرتېری دی چې وژل کېږي.

د ګېبریل د وژل کېدو په ورځ، د افغانستان په سوېل کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم سرتېری برید وشو، چې له امله یې ۸ رومانیايي عسکر ټپیان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button