د مينې سيورى

فکرمل طالب
په دې زړه کې مینه شته ده هغه چاته
چې په چا وي د مولا د مينې سیوری

چې بیعت یې دسپېڅلې مینې نه وي
پر هغو نه وي بالا د مينې سیوری

د مجاز په ژوند کې وګاله دردونه
حقیقت کې اخله بیا د مينې سیوری

د جانان د مينې سیوری تقوا غواړي
هسې نه لګي په چا د مينې سیوری

خدایه مه اخلې له دې مظلوم ملت نه
د طالب او د ملا د مينې سیوری

د دې وخت د ازمایښت لمرونو وسوم
مورې وکړه د دعا د مينې سیوری

تر هدفه دې امکان د رسېدو شته
که لرې زړه کې رښتیا دمينې سیوری

فکرمل خدایه معاف او بیا شهید کړه
چې نصیب یې شي داستا د مينې سیوری

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button