د افغانستان جګړه ګټل کيدونکې نه ده

ژباړه: تميم توفيق
لوړ سرليک د فارن پاليسي ويب پاڼې د يوې ليکنې عنوان دی، دا ليکنه د جفري سميت په نامه يو ليکوال په دغه ويب سايټ کې نشر کړې ده. ليکوال د ليکنې په سر کې راوړي چې: د سيګار ادارې لخوا وړاندې شوې د افغانستان د مشکلاتو په اړه نوې لنډه پلټنه خوشبينانه انځورګري نه کوي.
رښتا هم همداسې ده. د سيګار لخوا چې کوم راپور نشر شوی، په افغانستان کې په نظامي ډګر علاوه په ملکي چارو کې هم د امريکايانو او کابل ادارې کمزوري او ناکامي څرګندوي.
دغه راپور په کابل کې د داعش لخوا له مرګونو بريدونو يوه ورځ وروسته نشر شو، چې په افغانستان کې د امريکا د حضور خواشينونکې (د دوی لپاره) احصائيه پکې راغلې ده. د افغانستان د بيارغونې لپاره د ځانګړي عمومي مفتش (جان سوپکو) لخوا نشر شوی راپور تقريبا په بشپړ ډول د هغو اميدمندانه وړاندوينو مخالف دی چې د امريکا مجربو نظامي چارواکو او په ځانګړي ډول د دفاع وزير جيمز ماټيس کړې وې.
ماټيس چې په مارچ مياشت کې کابل ته راغلی و، په خبرو کې وويل چې دوی بالکل په افغانستان کې د کاميابۍ اميدوار دي، نوموړي دا هم ويلي و چې: د کابل دولت عسکر د دې پوره وړتيا لري چې د هيواد پوځي چارې پخپله سمبال کړي.
د دې راپور زياته برخه د امريکا او کابل دولت هغه ناکامۍ دي، چې زمونږ د ډيرو ليکوالو ملګرو لخوا پرې په ځلونو مقالې ليکل شوې دي.
د يادې ليکنې ليکوال د خپل عنوان لپاره په دليل کې ځينو ټکو ته اشاره کړې ده، هغه وايي د افغانستان اقتصادي وده د ۲۰۱۲ په نسبت په ټپه ولاړه، بلکې د تنزل په حال کې ده. د امريکا لخوا په دې هيواد کې د ۱۲۶ بليون ډالرو په ارزښت سرمايه ګزاري وشوه، چې نژدې دوه لسيزې پرې تيريږي، خو افغانستان اوس هم په تجارتي برخه کې په ټوله نړۍ کې ۱۸۳م شکست خورده هيواد دی. کومې اقتصادي پرمختياوې چې د امريکا په برکت يې تر لاسه کړې، هغه هم له خارجي ملاتړ پرته عموما د پايښت وړ نه ګڼل کيږي.
په ۲۰۱۸ کې د امريکا او متحدينو لخوا يې تر ټولو زيات بمونه وورول شول، خو افغانستان تر اوسه په لوړه کچه بې ثباته دی. د طالبانو ورځنۍ حملې زياتې شوې او په تير کال کې چاودنې په منځني ډول په مياشت کې ۱۷۰ ته رسېدلې.
سرتيري بريدونه، لکه د دوشنبې د ورځې پرلپسې دوه چاودنې، په ۲۰۱۷ کې ۵۰٪ زياتې شوې او د تکتيکي چاودنو له امله تلفات په دوامداره توګه په ډيريدو دي او ناڅاپي بريدونه هم په دې کال کې درې ګونه شوي دي.
امريکا له ۲۰۰۲ را په دې خوا د مخدره موادو د مخنيوي په خاطر ۸.۷۸ بليونه ډالر خرچ کړل، مګر د کوکنارو کښت د کمښت په ځای په ۲۰۱۷ کې ۶۳ سلنې ته پورته شوی دی.
سره له دې چې امريکا د دولت په پوځيانو ۷۸ بليونه ډالر لګولي، يوازې ۶۵ سلنه ابادۍ د کابل ادارې ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د کابل ادارې د مخالفينو کنټرول ورځ تر بلې پراخيږي.
د جفري سميت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د دفاع وزارت ۲۰،۳۸۱ پرسونل ټپيان شوي، دا شميره په ۲۰۱۷ کې تر ۲۰۱۶ او ۲۰۱۵ څخه ډيره زياته وه. د دولت د پوځ او پوليسو تعداد په تيزۍ سره کميږي او په تير کال کې د افغان ځواکونو لخوا د کابل ادارې او امريکايانو په صفونو کې دننه نفوذي حملې هم تر بل هر وخت زياتې وې.
بلخوا په کابل اداره کې فساد او کرپشن هم مخ پر وده روان دی. د امريکا د عدليې وزارت د راپور له قراره، چې په ۲۰۱۷ کې ورکړل شو، په ۲۰۱۳ کې په ګوته شوې د فساد پېښې لا هم هماغسې پاتې دي او د هغو مجرمينو محکمې ته په سپارلو کې هيڅ هڅه شتون نه لري. ياد وزارت ويلي چې د دې ناکامي سبب په کابل دولت کې د سياسي ارادې نشتوالی دی.
دا ټول هغه څه دي چې د سيګار له راپور ډير مخکې د ولس لخوا مشاهده شوي او په کراتو يې تجربه کړي دي.
خو دا چې اوس د يرغلګرو لخوا په دغسې هر اړخيزو ناکاميو په ډاګه اعتراف کيږي او له دې سره سره هم په جګړه او افغان وژنه ټينګار کوي، له دې يو ځل بيا په ډاګه شوه، چې امريکا او کورني لاسپوڅي يې هيڅکله د افغانستان او افغان ولس په بدمرغيو درمند نه دي، بلکې د خپلو استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې هيواد کې جګړه روانه او افغان وژنه جاري ساتي.
بايد افغان ولس دا اعتراف بابيزه ونه ګڼي، دا که څه هم د سيګار له لارې غير مستقيم رسنيز شوی، خو په اصل کې د امريکايانو د زړه خبره ده؛ ځکه سيګار کله هم د امريکا له نظر ثاني او پلټر پرته خپل راپور نه دی نشر کړی.
ولس ته په کار ده چې ضرور خپله مبارزه د تيرو ۱۷ کلونو په څير همداسې جاري وساتي او د امريکايانو لاسپوڅي، لکه څنګه چې يې په ۱۷ کلونو کې په زور او زير وپيژندل، هماغسې د اشغالګرو لاسپوڅي وبولي او د خپل دين او وطن د ساتنې لپاره يې له هر ډول رحم و کرم څخه ورټي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button