خپلواک:د اندونیزیا غونډه د راتلونکې جمعې پر ورځ کیدونکې ده
نوموړي زیاته کړه، علماء به د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر وړاندې د روانې جګړې د تحریم فتوا ورکړي، چې له مخې به یې پر طالبانو د شرعي اړخه هم فشارونه زیات شي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۵)
د سولې عالي شورا وایی، په اندونیزیا کې د علماؤ په نوم رابلل شوې غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي چې په کې به د طالبانو روانه جګړه له دیني اړخه و ارزول شي.
په کابل کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې د دې غونډې دایرول د دوی ابتکار و او په خبره یې چې په دې توګه به پر وسلوالو مخالفینو د شرعي اړخه فشارونه زیات شي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک وایي، په دې غونډه کې به له افغانستان څخه ۲۰ علماء ګډون کوي او همدومره به له پاکستان او اندونیزیا څخه هم وي.
نوموړي زیاته کړه، علماء به د بهرنیانو او افغان ځواکونو پر وړاندې د روانې جګړې د تحریم فتوا ورکړي ، چې له مخې به یې پر طالبانو د شرعي اړخه هم فشارونه زیات شي.
خپلواک چې اوسمهال په جاکرتا کې دی ویلي، یاد علماء به د راتلونکې سې شنبې په ورځ جاکرتا ته لاړ، او د جمعې په ورځ به غونډه پیل شي.
ټاکل شوې وه چې یاده غونډه یوه میاشت وړاندې ترسره شي، خو د غونډې په تړاو د طالبانو سپیناوي یاده غونډه وځنډوله.
طالبانو په یاد لیک کې له قراني نصوصو خپله جګړه ثابته کړې وه او له علماؤ یې غوښتي و چې د کفارو په تزویري او تبلیغاتي هڅو دې نه غولیږي او په دې غونډه کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.
د دې تر څنګ د اندونیزیا د غونډې په تړاو د هغه هیواد رسنۍ وایې چې یاده غونډه د هیواد دولسمشر لخوا د اندونیزیا راتلونکو ټولټاکنو ته په کوردننه د تبلیغاتي کمپاین په توګه ترسره کیږي.



