په انقره کې نوی اېتلاف خو دا ځل پکې نور سياسي مشران هم ګډون لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د ترکيې هېواد په انقره کې د (افغانستان ستر ملي اېيتلاف) په نوم د ولسمشر د لومړي مرستيال دوستم او عطا محمد نور په ګډون يو شمير سياسي مشرانو څخه جوړ شوی دی.

په دې اېتلاف کې د جمعيت اسلامي اجرائيه رئيس عطانور، د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم، د جمعيت اسلامي مرستيال احمدضيا مسعود، د وحدت اسلامي ګوند مرستيال محمد ناطقي، د ولسي جرګې لومړی مرستيال همایون همایون او د ولسي جرګې دوه غړي ظاهر قدير او حمیدزی لالی شامل دي.

یادو مشرانو د ترکيې په انقره کې د نوي اېیتلاف په رامنځته کېدو هوکړه کړې او ټاکل شوې ده چې په نږدې وخت کې يې په کابل کې اعلان وکړي.

د جمعيت اسلامي اجرائيه رئيس عطانور ويلي، د یاد اېيتلاف ټولې چارې د ترکيې په ناسته کې بشپړې شوي او ډېر ژر به يې په مرکز کابل رسماً اعلان وکړي.

عطانور ويلي، د نوي اېيتلاف جوړېدل د حکومت قوي کول او په حکومت کې اصلاحات راوستل دي زياتوي چې د ياد اېيتلاف د جوړېدو اصلي لامل په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه اخيستل او د شفافو او عادلانو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هلې ځلي دي.

د ملي جنبش ګوند غړو ويلي، دغه اېيتلاف به تر راتلونکو ټاکنو پورې دوام وکړي او ښايي د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلواک نوماند هم ولري.

که څه هم د نوي جوړېدونکي اېیتلاف مشران تاکيد کوي چې د دوی هڅې په ټاکنو کې د برخه اخيستو او د شفافو انخاباتو د ترسره کېدو لپاره دي، خو د جمعيت ګوند د مشرتابه غړی محی الدين مهدي بيا نوی اېيتلاف د حکومت د سياست پر وړاندې غبرګون بولي په خبره يې چې (دغه اېيتلاف د دې لپاره جوړ شوی چې په حکومت زور راوړي او پخوانۍ مطرح شوې غوښتنې يې ومنل شي.)

د يادونې ده، چې د ۲۰۱۷ د جون په ۳۰ هم په انقره کې درېيو ګوندونو اسلامي جمعيت، جنبش او وحدت د (افغانستان د ژغورنې جبهې) په نوم د اېيتلاف د جوړېدو اعلان کړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button