د بینډۍ خوراک د ناروغیو له پاره مفید درمل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۵)

له سبزیجاتو که څه هم خوندور خواړه جوړیږي خو تر څنګ یې د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې هم اغیزمن رول لري.
له دې ډلې بینډۍ هم له هغو خوراکونو شمیرل کیږي چې د انسان د روغتیا لپاره بې شمیره ګټې لري.

بینډۍ په خپل ترکیب کې ویټامین A ، ویټامین C، ویټامین B ، ویټامین k ، کلسیم ، پوتاشیم ، اوسپنه او مګنیزیم لري .
همداراز دا سبزي له ځانه سره بیټا کیروټین ، لئوتین او ژانتئن هم لري.

روغتیا پالان وایی، بینډۍ د کم خوني مخه په ښه توګه نیسي او تر څنګ یې دا وړتیا لري چې د وینې ګلوکوز کم او د شکرې د ناروغۍ مخه ونیسي.
همداراز د بینډیو اوبه هم د شکرې د ناروغ له پاره ګټه لري.

پوهان وایي؛ بینډۍ کولی شي د بدن کلسیم پوره کړي چې هغه بیا د هډوکو د پیاوړتیا، د وینی فشار د تنظیمولو او د زړه د روغتیا په ښه کولو کې اغیزمن رول لري

متخصیصین لارښوونه کوي چې په بینډۍ کې شته مواد د آنټي اکسیدان خواص لري چې هغه بیا په بدن کې دکولیسترول اندازه راټیټولی شي.

د روغتیایي چارو څیړونکي زیاتوي چې بینډۍ د کولمو د سرطان لپاره ګټه لري، د قبضيت مخنیوي کوي او تر څنګ یې د جنین په وده کې هم مرسته کولی شي.

دا خواړه د چاغوالي مخه هم نیسي او د سترګو په دید کې هم مرسته کولی شي.
د دې سربیره؛ بینډۍ د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو او د ویښتانو د تویدلو مخه هم نیسي.

څیړونکي وایي چې په بینډۍ کې شته انرژي له تاسې سره مرسته کوي چې ژر د ولږې احساس ونکړئ، په منظم ډول د دې سبزۍ خوړل د وزن په کموالی کې پوره اغیزه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button