(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل درې پوليسان ملګري وژلي او برید کوونکی پوليس تښتېدلی دی.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي، د عامه نظم يوه پوليس په خپلو درې ملګرو هغه مهال ډزې وکړې او ويې وژل کله چې څلور واړه خپلې پوستې ته د اوبو راوړلو لپاره تللي و.
نوموړی وايي، د درې پوليسو له وژلو وروسته بريدګر پوليس تښتېدلی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
تر دې دمه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
دا لومړی ځل نه دی، چې يو افغان پوليس خپل ملګري په ډزو وژني بلکې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوي او د افغان ځواکونو په ليکو کې ډیری عسکرو په خپلو ملګرو او بهرنيانو د ټوپک شپيلۍ ور اړولې چې له کبله يې د څو کلونو په ترڅ کې سلګونه افغان او بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته ډول پېښې شوي چې طالبانو يې مسئوليت منلی او ويلي يې دي چې د افغان پوځ په ليکو کې د دوی لسګونه نفوذي کسان شتون لري او وخت پر وخت به پر بهرنيو او افغان عسکرو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.


















