(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی.
هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو په استوګن ځايونو لګېدلي دي.
د سرچينې په وينا، د توغنديو له لګېدو وروسته په هوايي ډګر کې د اور لمبې ليدل شوي چې ښايي بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي وي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، د الخندق عملياتو په جريان کې يې د بګرام په هوايي ډګر د توغنديو بريد شوی چې هغوی ته پکې مالي او ځاني زيان اوښتی دی.
له تېرې ورځې راهيسې دا دوهم توغنديز بريد دی چې د بهرنيو په پوځي اډه (بګرام) ترسره کېږي.
تېره ورځ ماسپښين مهال هم په ياد هوايي ډګر توغنديز بريد شوی و چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه بهرنيو ځواکونو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې طالبانو د نوي کال د پسرلنيو (الخندق) عملياتو پيل هم په بګرام هوايي ډګر د توغنديزو بريدونو څخه کړی و.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.


















